د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو اداره: په افغانستان کې د اپیومو د یو کیلو قیمت اووه سوه پنځوس امریکایي ډالره دی

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د کوکنارو پر کر بندیز لګولی دی

د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو اداره( یو این او ډي سي) وایي چې په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې د اپیومو د یو کیلو قیمت اووه سوه پنځوس امریکایي ډالرو ته ورسیده.

یو این او ډي سي د چهارشنبې په ورځ( مارچ دولسمه) په جینوا کې د یوې غونډې پرمهال چې په افغانستان کې د نشه اي توکو مسالې ته ځانګړې شوې وه دا خبر هم ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د کوکنارو پر کښت تر بندیز مخکې مودې په پرته دا قیمت لس برابره لوړ دی. په دوه زره دوه ویشتم کال کې یو کیلو تریاک په افغانستان کې په پنځه اویا امریکایي ډالره خرڅیدل.

په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې د اپیومو د یو کیلو قیمت اووه سوه پنځوس امریکایي ډالرو ته ورسیده
د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو اداره

د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو د ادارې د راپور له مخې د کوکنارو د کښت تر بندیز وروسته د اپیومو قاچاق کم شوی دی، خو دې ادارې په ورته وخت کې دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې د تریاکو لوړ قیمت د دې سبب شوی دی چې لاهم په افغانستان کې له دې درکه قاچاق کوونکي ډیره ګټه ترلاسه کړي. دې ادارې په خپل راپور کې دا ویلي دي چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې د افغانستان د زیرمه شویو تریاکو اندازه دیارلس زره دوه سوه ټنه اټکل شوې وه چې ویل کیدل تر دوه زره اووه ویشتم کال پورې دا زیرمه د بازار تقاضا پوره کولی شي.

افغان بزګران

په افغانستان کې ځیني بزګران وایي چې طالبانو سره له دې چې ژمنه کړې وه چې پخواني زیرمه شوي اپیوم به نه مصادره کوي خو دوی داسې نه کوي. د لوګر یوه بزګر ازادي راډیو ته په رااستولي پيغام کې له چارواکو هیله وکړه چې په خپله ژمنه ودریږي:

« د دوی د اعلان له مخې، موږ په لوګر کې خپل پخواني مالونه راوایستل خو خوار خلک طالبان نیسي لکه د امنیت خلکو چې موږ ونیولو. موږ له مشرانو هیله کوو چې له دغو ادارو وغواي چې زموږ پخواني مالونه بیرته راکړي، له نویو مالونو موږ لاس اخیستی دی»

په دې اړه نور: پر کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته، د تریاکو بیه لوړه شې ده

د یو این او ډي سي اجرایوي رییسه غاده ولي وایي چې د اپیومو د بیو لوړوالی او د پام وړ زیرمو موجودیت دا معنا لري چې په افغانستان کې د مخدره موادو قاچاق یو ډیر ګټور غیرقانوني تجارت پاتې دی چې ګټې یې نړیوالو تنظیم شویو جرمي ډلو ته رسیږي. د اغلې ولي په باور د تریاکو قاچاق سیمه او ورها خوا بې ثباته کولی شي.

د دوی د اعلان له مخې، موږ په لوګر کې خپل پخواني مالونه راوایستل خو خوار خلک طالبان نیسي لکه د امنیت خلکو چې موږ ونیولو
افغان بزګر

د یو این او ډي سي اجراییوي رییسې بیا د چهارشنبې د ورځې غونډې ته وړاندیز وکړ چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یوې همهغږې ستراتیژۍ ته اړتیا شته، داسې ستراتیژۍ ته چې قاچاقي شبکې په نښه کړي او په داسې ډول یې له منځه یوسي چې د افغان بزګرانو د ژوند د ښه کیدو لپاره پانګونه وشي او په دې ډول په افغانستان او د افغانانو لپاره د اوږدې مودې په مخه ثبات تامین شي.

د یو این او ډي سي د راپور له مخې مخکې تر دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شي هلته د اپیومو د شته زیرمو قیمت له څلور اعشاریه شپږو تر پنځه اعشاریه نهه میلیاډه ډالرو پورې اټکل شوی و چې د کورني ناخالص تولید له درویشتو تر نهه ویشت فیصدو پورې یې په دوه زره درویشتم کال کې جوړوله.

په دې راپور کې وړاندې راغلې دي چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې د افغانستان د اپیومو زیرمې احتمالا تر شپیته فیصدو پورې د لویو سوداګرو او صادرونکو له لورې ساتل کیدې او دیرش په سلو کې زیرمې له بزګرانو سره وې.

د ملګرو ملتو د مخدر موادو او جرمونو ادارې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې دې ته هم اندیښنه وښوده چې ښایي د کوکنارو له کمیدو سره پيرودونکي او پلورونکي دې ته وهڅول شي چې بل ډول مخدره توکو ته لکه فیتانیل او یا نورو مصنوعي مخدره موادو ته مخه کړي چې تر تریاکو یې هم ضرر زیات دی.