په ریاض کې د اوکرایین د سولې له خبرو اترو وروسته امریکا د اوربند وړاندیز کړی، خو اوکرایین او روسیې پر یو بل تازه بریدونه کړي

روسیې او اوکراین د دوی ترمنځ د اوربند تر وړاندیز څو ساعته وروسته تېره شپه یو پر بل هوایي بریدونه کړي دي.

د روسیې دوه توغندي د مرکزي اوکراین پر کریوي ریح ښار لګیدلي چې د دې ښار د والي سیرهي لیساک په وینا یو تن په کې وژل شوی دی.

د روسیې بل هوایي برید د اوکراین پر بندري ښار اودیسې باندې شوی دی چې د یوې باروړونکې بیړۍ څلور تنه عمله په کې وژل شوې ده.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د دوی د هوایي دفاع سیستم د روسیې د بریدونو پر مهال فعاله و او یوشمېر بریدونه یې شنډ کړي دي.

د خپلې خاورې په لویدیځه سیمه کورسک کې يې د اوکرایني ځواکونو په ضد جګړه کې پرمختګ کړی دی
روسیې چارواکي

د اوکراین پر خارکیف ښار هم د هوایي بریدونو راپورونه ورکول شوي او د کیف ښار شاوخوا لسو سیمو کې تېره شپه د هوایي بریدونو د خطر زنګونه وهل شوي دي.

دا بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه وشول چې اوکراین او متحده ایالتونو د سعودي عربستان په کوربه توب په جده کې د لوړې کچې خبرې پای ته ورسولې.

بل لورته د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې د هوایي دفاع سیستم یې تېره شپه شپږ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

دغه وزارت ویلي چې یوه بې پیلوټه الوتکه د کریمیا ټاپوزمې او پنځه نورې د تور سمندرګي پر فضا ویشتل شوې دي.

روسي چارواکو دغه راز ویلي چې د خپلې خاورې په لویدیځه سیمه کورسک کې يې د اوکرایني ځواکونو په ضد جګړه کې پرمختګ کړی دی.

روسیه غواړي چې له دغې سیمې څخه اوکرایني ځواکونه وباسي، دغه ځواکونه تېره اګست میاشت کې کورسک ته ننوتل.

په دې اړه نور: روسي سرچینې: پوتین د امریکا هغه وړاندیز ته لیواله نه دی چې له مخې، له اوکرایین سره دیرش ورځینی اوربند کیږي

د دواړو هېوادونو تازه بریدونه داسې مهال تبادله شوي چې د سعودي عربستان په کوربه توب خبرو کې امریکا د اوکراین د جګړې لپاره د دیرش ورځني اوربند وړاندیز وکړ.

اوکراین دغه اوربند ته چمتوالی وښود چې سملاسي امریکا بیرته ورسره د پوځي مرستو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو د پيل اعلان وکړ.

که څه هم د روسیې له خوا تراوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي، خو رویټرز اژانس د یوشمېر روسي سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي لیکلي، د روسیې ولسمشر دغه وړاندیز ته لیوالتیا نه لري.

دغو سرچینو ویلي چې روسیه یوشمېر ضمانتونه غواړي او په دې لټه کې ده چې ټولې اندیښنې یې باید رفع شي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه به راتلونکو ورځو کې له پوتین سره خبرې وکړي تر څو د وړاندیز شوي اوربند په اړه د هغه ژمنه ترلاسه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروا نن خبریالانو ته ویلي، د اوکراین او هلته د جګړې د درولو په اړه پریکړه خپله د روسانو کار دی.