پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو په بلوچستان ایالت کې له سلو ډېر کسان له هغه اورګاډي څخه ژغورلي دي چې بلوڅ بېلتون پالو پرون د دې ایالت په بولان ولسوالۍ کې ولجه کړ.
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې په ژغورل شویو کې ۳۱ ښځې او ۱۵ ماشومان هم شامل دي. امنیتي چارواکي وايي، د پاتې یرغملو د خلاصون لپاره عملیات روان دي.
وسله والو جنګیالیو پرون وویل، پر دې اورګاډي د برید پرمهال یې ۲۱۴ کسان یرغمل کړي دي.
د برید پړه د بلوڅ ازادي بښونکي پوځ په نوم ډلې منلې ده او ویلي یې دي چې پر اورګاډي له چاودنې وروسته یې ۳۰ امنیتي سرتېري وژلي دي. دې ډلې د پاکستان له زندانونو د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړې ډلې دا هم ویلي دي چې د دولتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال یې د پوځ یو ډرون هم ویشتلی دی. پاکستاني چارواکو ویلي چې د پوځي عملیاتو پرمهال ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.