د امریکا هغه استازی چې له حماس سخت دريځې ډلې سره یې مستقیمې خبرې اترې کړې دي، وايي چې دغه خبرې ډېرې ګټورې وې او باور لري چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره به په څو اونیو کې یوه موافقه وشي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
د یکشنبې په ورځ (د کب په ۱۹مه) له سي این این سره په خبرو کې، ادم بوهلر وویل چې د حماس سره د هغه د لیدنې هدف د دې ډلې په وروستي اهدافو ښه پوهیدل او د جګړې د پای ته رسولو هڅه کول وو.
هغه له ډلې سره د نورو غونډو امکان رد نه کړ.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل په یوه برید کې ۲۵۱ کسان یرغمل کړل، چې ځینې امریکایان هم پکې شامل وو.
اټکل کیږي چې په غزه کې ۵۸ یرغمل پاتې دي.
د حماس د دې برید په ځواب کې، اسراییل پر غزه خپل بریدونه پیل کړل.
په غزه کې تر ۱۵ میاشتو زیاتې جګړې په لړ کې، لسګونه زره خلک ووژل شول او د سیمې ډیر خلک بې ځایه شول.
د اوربند لومړی پړاو، چې په ترڅ کې یې د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشې شول، د روانې میاشتې په پیل کې پای ته ورسېد، او د اوربند د دوهم پړاو په اړه لا هم کومه موافقه نه ده شوې.