د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پاکستان له زندانونو ۴۷ تنه افغان کډوال ازاد شوي دي.
یاد وزارت نن (دوشنبه، د کب ۱۳مې) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ۴۷ افغانان د کب په ۱۲مه هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ۴۵ ورځې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته لېږل شوي دي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او سلګونو افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي دي.