طالبانو ۱۳ تنه په درو وهلي

په جوزجان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دیارلس کسان په درو وهلي دي.

د جوزجان ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د سیمه ایزو محکمو د پرېکړې په اساس د کب په نهمه د پنځو ښځو په ګدون ۱۳ کسان له ۲۹ نیولې تر ۳۹ پورې درو باندې ووهل شول.

په بیان کې د تورنو کسانو جرمونه نه دي ښودل شوي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لسګونه کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په عام محضر کې په درو وهلي او ځینې نور یې په عین حال کې د حبس په بېلابېلو دورو هم محکوم کړي دي.

ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ بېلابېلو دولتونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي دي چې دا بهیر ودروي.