پر ټولنيزو شبکو اعتراضونه؛ که ښځینه ډاکټرانې نه‌وي، نو د مېرمنو درملنه به څنګه کېږي؟

د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د فعالانو له لوري جوړ شوی انځور

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د طبي انسټیټیونو د بندولو په غبرګونو کې د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو اعتراض پیل کړی دی.

دغو فعالانو له مصنوعي ځیرکتیا څخه په استفادې ځینې انځورونه جوړ او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي او طالبان یې مخاطب کړي چې که ښځینه ډاکټرانې نه‌وي، نو د مېرمنو درملنه به څنګه کېږي؟

په دغو انځورونو کې ښکاري چې پر یوې امیندواره (حامله) مېرمنې په روغتون کې د ښځینه روغتیاپالانو د نه موجودیت له کبله سړي راټول دي.

فعالانې وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ممکن داسې ورځ هم راشي چې مېرمنې په نارینه روغتیاپالانو د درملنې لپاره اتکا وکړي.

معترضو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې د ورته انځورونو په خپرولو سره پر افغان مېرمنو او نجونو د زده‌‌کړو د بندیز د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: په طبي انسټېټیوټونو کې د افغان ښځو د ګډون منع کول خورا تبعیضي چلند دی

همایون چې د مصنوعي ځیرکتيا پر مټ یې ځینې داسې انځورونه جوړ او پر خپلې فېس‌بوک پاڼې خپاره کړي، ازادي راډیو ته يې وویل: "دغه انځورونه چې مصنوعي ځیرکتیا جوړ کړي، لرې به نه‌وي چې د افغانستان د طبابت راتلونکې هم همداسې شي، که د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نه‌‌شي موږ به د یوې نارینه طبي ټولنې شاهدان اوسو."

مژده يوه افغانه نجلۍ ده چې، د نجونو پرمخ د طبي انسټیټیونو د دروازو له تړلو وروسته يې دغه انځورونه د اعتراض په بڼه ډيزاين کړي دي.

هغې په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له بده‌مرغه انسټیټیونه يې هم د نجونو پرمخ بند کړل، دا کرغېړن عمل دی، ځکه چې تر راتلونکو څو کلونو به موږ هيڅ ښځينه ډاکټره ونه‌‌لرو، هيڅوک بايد په‌‌دې اړه چپ پاتې نه‌‌شي، د يوې هنرمندې په توګه مې مخکي په‌‌‌دې تړاو هنري اثار لرلي دي او دا ځل مې د نجونو لپاره د اې آی انځورونه جوړ کړي دي، ځکه دې موضوع ټول حک حيران کړي دي، انځورونه دا ښيي چې که تر راتلونکو څو کالو ښځينه ډاکټرانې ونه‌‌لرو نو ممکن بدې پيښې رامنځته شي."

د فعالانو له لوري د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جوړ شوی انځور

د طالبانو حکومت له شپږم ټولګیو پورته پر افغان نجونو د ښوونځیو د بندولو او په ورته وخت کې د پوهنتونو د دروازو له تړولو وروسته روانه اوونۍ هغوی طبي انیسټیټونو ته له تګ هم منع کړې.

د طالبانو دغې کړنې په کور دننه او د ځینو هېوادونو، د اسلامي همکاریو د سازمان او د ملګروملتونو په ګډون د بېلابېلو بشري حقونو بنسټونو توند غبرګونونه راوپارول او ویلي دي چې، د طالبانو دغه اقدام د زده‌‌کړو په برخه کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وروستۍ هیلې هم خاورې واړولې.