راپورونه وايي چې، د سوریې د حلب ښار ډېری سیمې د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې دي.
د سوریې د حکومت وسلهوال مخالفین پرون د حلب ښار په مرکز کې پهداسې حال کې چې وسلې ورسره وې، په پېکپ موټرو کې ګرځېدل.
لهدې یوه ورځ مخکې دا وسلهوال د ترکیې پولې ته نژدې د شمال لوېدیځ ترټولو لوی دې ښار ته پهداسې حال کې ننوتل چې، د عیني شاهدانو په وینا دولتي ځواکونو یې پر وړاندې ډېر لږ مقاومت وکړ.
د عینی شاهدانو په وینا د جمعې په شپه ناوخته د ښار پر یوه څنډه کې د سوریې د دولتي ځواکونو په دوو بمباریو کې د وسلهوالو مخالفینو اضافي جنګیالي او د ملکي وګړو کورونه په نښه شول.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې، پهدې برید کې شل تنه مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د سوریې دولتي ځواکونو پرون په یوه بیان کې وویل، د وسلهوالو د حملو د شنډولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې خپل ځواکونه له حلب څخه وایستل، خو د ځوابي حملو لپاره تیاري نیسي.
پوځ په خپل بیان کې تایید کړې چې، وسلهوال یاغیان د ښار مهمو برخو ته ننوتي دي، خو وايي چې هغوی په ښار کې د تلاشۍ پوستې نهدي جوړې کړي.
پر حلب د وسلهوالو مخالفینو ولکه د بشاراسد د رژیم لپاره لویه رسوایی بلل کېږي.
اسد ته وفادارو ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې د روسیې او ایران په مرسته د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وسلهوال مخالفین او زرګونه ملکي وګړي د حلب ښار د ختیځ له کلیو او بانډو څخه وایستل.
پر حلب له هغه مهال راهیسې بیا برید نه و شوی.
د ۲۰۱۶ کال جګړه د وسلهوالو یاغیانو پرضد په مبارزه کې د رژیم لپاره مهمه لاستهراوړنه وه.
په سوریه کې د حکومت پر ضد وسلهوال پاڅون په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه پیل شو، چې د اسد د واکمنۍ پرضد سولهيیز اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل.
اسوشیتیدپریس خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکي چې، د سوریې دولتي ځواکونه د حلب په هوايي ډګر او یوه پوځي اکاډمي کې کلابند دي، خو د ځواکونو ډېره برخه د جنوب له اړخه له ښاره وتلي دي.
په دې اړه نور: سوريه کې د تحريرالشام ډلې يوه پوځي اډه او ۱۳ کلي نيوليد راپور لهمخې کرد ځواکونه لاهم د ښار په دوو ناحیو کې پاتې دي.
د حکومت پلوې شام ايفايم راډیو د راپور لهمخې، پرون په حلب کې د خلکو او موټرو تګراتګ پیکه و، ښوونځي او دولتي ادارات بند وو، ډېری خلک په کورونو کې پاتې وو، وسلهوالو د ښار په مرکز کې هوايي ډزې کولې، خو له دولتي ځواکونو سره د نښتو راپورونه نهدي ورکړل شوي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې OCHA وویل چې، د ښار هوايي ډګر بند دی او ټولې الوتنې کانسل شوي دي.
د اوچا د بیان لهمخې د جمعې په ورځ چې، د برید لومړۍ ورځ وه، د حلب دوه مهم دولتي روغتونونه له ناروغانو ډک وو، خو اکثر خصوصي روغتیايي مرکزونه بند وو.
د حکومت وسلهوالو مخالفینو د چارشنبې په ورځ پر حلب او ادلیب ښارونو حملې پیل کړې او د جمعې په ورځ حلب ښار ته ننوتل.