طبي ډاکتران وايي چې د معتادو میندو په شیدو کې د نشهيي موادو ناوړه اغېزې ترڅو ورځو پورې پاته وي چې په نتیجه کې ماشوم په بېلابېلو ناروغیو اخته او معتادېږي.
نشهيي مواد ولې د مور پر شیدو ناوړه اغېزې کوي؟
څه ډول نشهيي مواد ډېر د مور شیدې ککړوي؟
د نشهيي موادو ناوړه تاثیرات تر څومره وخته پورې د معتادې مور په شیدو کې پاته کېږي او معتادې میندې څه وکړي چې شیدې پاکې او ماشومان یې له اعتیاد څخه وژغورل شي؟
په دې اړه د نشهيي موادو د درملنې له متخصص ډاکتر فرید بزګر سره مرکه شو چې بزګر په پیل کې د مور پر شیدو د نشهيي موادو د ناوړه اغېزو په اړه معلومات ورکوي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5