په افغانستان کې یوشمېر ښځینه خبریالانې وايي چې، د طالبانو له لوري پر رسنیو د مخ پر زیاتېدونکو محدویتونو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخې دي.
په کابل او ځینو ولایتونو کې یوشمېر ښځینه خبریالانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له لوري پر رسنیو مخ پر زیاتېدونکو محدیتونو ته په اشارې سره وايي، دغه کمسارو بندیزونو د دوی کار ستونزمن کړی دی.
"په هر راپور چې موږ کار کوو هغه په ټلوېزیون کې خپریږي او دا خپله یو ګواښ دی، د دغه ګواښونو له کبله موږ سانسور ته اړ کېږو او دا ټول موږ یوې نا معلومې راتلونکې ته بیايييوه ښځينه خبرياله
په کابل کې یوه ښځینه خبریاله چې له پنځو کالو راهیسې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو رسنیو سره کار کوي وايي، د طالبانو د وروستیو فرمانونو له کبله ډېری ښځینه خبریالانې بېکاره شوې دي.
نوموړې چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي، پهدې اړه يې ازادي راډیو ته وویل: "له محدودیتونو وروسته ډېری ښځې بېکاره شوي او رسنیو دوی ځواب کړي دي، د هغوی ډېری خپلو کورنیو ته روزي ګټله، موږ د بیان د ازادي او د رسنیو د ملاتړ له بنسټونو غواړو چې پرې نهږدي څو د خلکو اواز چوپ شي."
یوه بله افغان خبریاله چې دا هم نهغواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او د موضوع د حساسیت له کبله یې غږ هم بدل شي وايي، د طالبانو د محدودیتونو له کبله سانسور ته مجبوریږي.
دې خبريالې ازادي راډيو ته وويل: "په هر راپور چې موږ کار کوو هغه په ټلوېزیون کې خپریږي او دا خپله یو ګواښ دی، د دغه ګواښونو له کبله موږ سانسور ته اړ کېږو او دا ټول موږ یوې نا معلومې راتلونکې ته بیايي، اوس داسې فرض کړئ چې که محدودیتونه زیات شي او زه د یوې ښځینه خبریالې په توګه کار ونهشم کړای ډېره به ناهیلې شم."
په ورته وخت کې په فاریاب کې یو بل خبریال چې دی هم نهغواړي نوم يې خپور شي، د ورته اندېښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "دې مسئلې ښځینه خبریالانې ډېرې اندېښمنې کړې دي او په ویره رسنیو کې کار کوي، په ډېرو ولایتونو کې مېرمنې محدودې شوي، دوی ویره لري چې د محرم د نه لرلو له کبله د امر باالمعروف له لوري ونه نیول شي، د اندېښنې وړ موضوع ده او ښځینه خبریالانې يې ډېرې ویرولې دي."
د راپورونو لهمخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې ۱۷۰۰ ښځینه خبریالانو په رسنیو کې کار کاوه چې اوس دغه شمېر ۵۶۰ ته راټیټ شوی دی.
دا پهداسې حال ده چې تازه د ښځو د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ (ومن پریس فریډم) په افغانستان کې د ښځیه خبریالانو پر وړانداې ننګونې د اندېښنې وړ بللې دي.
دغه بنسټ وايي، په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه د وژنې د ۷ پېښو په ګډون د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۳۳ پېښې ثبت کړي دي.
په دې اړه نور: د طالبانو محدودیتونو سلګونه ښځینه خبریالانې له افغانستان څخه وتو ته اړ ایستې ديد دغه بنسټ په راپور کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د سانسور، تاوتریخوالي او ګڼو نورو ننګونو یادونه شوې ده.
په راپور کې وړاندې اندېښنه ښودل شوې چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مطبوعاتي ازادي له جدي ننګونو سره مخامخ ده.
دا پهداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت بېلابېلو چارواکو بیا له ښځینه خبریالانو سره د سم چلند په اړه ویلي دي.
د یادونې ده چې طالبانو پر رسنیو د محدودیتونو سربېره په وروستیو کې ځینې رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او ویډیو له خپرولو هم منع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، له کبله به يې ډېری کسان چې په سیمهییزو رسنیو کې کار کوي، بېکاره او دندې به له لاسه ورکړي.