د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د طالبانو د مشرتابه له بندیز سره-سره لا هم د دوی د حکومت ډېری لوړ پوړي چارواکي خپل فعالیتونه او لاستهرواړنې په انځوریزه او ویډیويي بڼه په خپلو وېبپاڼو کې خپروي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر په نوم نوی قانون په ځانګړي ډول په دغه قانون کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو موضوع ظاهراً دوی په دوو برخو وېشلي او د دوی ترمنځ اختلافي ټکی ګنل کېږي.
د طالبانو د مشرتابه له لوري د امرباالمعروف او نهي عنالمنکر قانون چې د اګسټ میاشتې په ۲۰مه نافذ شو، په ۱۷مه ماده کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګول شوی دی.
که څه هم شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت ویلي و، په ځینو ولایتونو کې یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په اړه د امرباالمعروف قانون پلي کول پیل کړي، خو د دوی د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په ګډون بېلابېلو بنسټونو همدا نن او پرون خپل فعالیتونه په انځوریزه او ویډیويي بڼه خپاره کړي دي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پنجشنبه د اکتوبر ۲۴مه د زیربنايي پروژو په اړه مستند خپور کړی چې، ښکاره پهکې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر بېلابېلې ویډیوګانې راټولې شوي دي.
د دغې ادارې په وېبپاڼه کې دغهشان له سالنګونو د ملا برادر او ګڼو نورو طالب چارواکو د لیدنې ویډیويي راپور هم پرون خپور شوی دی.
د طالبانو د کورنیو او دفاع وزارتونو او د دوی یوشمېر نورو بنسټونو هم خپل فعالیتونه په خپلو ټولنیزو پاڼو خپاره کړي، چې د ژوندیو موجوداتو تصویرونه پهکې دي.
خو د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو، د امرباالمعروف او عدلیې وزارتونو او دغه راز د کندهار د والي دفتر بیا په وروستیو څو ورځو کې له خپلو ټولنیزو پاڼو د ژوندیو موجوداتو ټول انځورونه او ویډیوګانې لرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د یادو ادراو مسوولین تر ډېره د طالبانو مشر ته نږدې کسان بلل کېږي.
"دا ډېر د افسوس ځای دی چې دوی خپله انځورونه او ویډیوګانې اخلي او په سوشل میډیا یې خپروي، خو موږ ترې منع کويد بلخ يو اوسېدونکی
د سیاسي چارو کارپوه احمد طارق فرهادي پهدې باور دی چې، طالبان د دې موضوع په اړه مختلف لیدلوری لري.
نوموړی وايي: "اوس په افغانستان کې فقر، بېوزلي، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو بندول او روغتیايي ډول ډول ستونزې لویې ننګونې دي، خو په کندهار کې د طالبانو مشرتابه په دا ډول فرمانونو دا ښیي چې دوی هیڅ د خلکو ستونزې نه درک کوي. په دوی کې ځینې کسان شته چې مسایل درک کوي خو زه فکر کوم په دا ډول دوام نهشي پیدا کولای."
د کابل او بلخ دوه تنه اوسېدونکي چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه په راپور کې واخيستل شي، بیا د یو بام او دوه هواوو خبره کوي.
د کابل اوسېدونکی وايي: "دا څو ورځې کېږي چې زه هم دا خبرونه اورم چې طالبانو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او ویډیوګانو باندې بندیز لګولی، خو جالبه دا ده چې دوی خپله هم له انځورونو او ویډیوګانو کار اخلي."
دغه راز د بلخ اوسېدونکي وويل: "دا ډېر د افسوس ځای دی چې دوی خپله انځورونه او ویډیوګانې اخلي او په سوشل میډیا یې خپروي، خو موږ ترې منع کوي، پهداسې حال کې چې موږ غواړو پهدې ترتیب واقعیتونه له خلکو سره شریک کړو."
په دې اړه نور: پر رسنيزو فعاليتونو د بنديزونو دوام، طالبانو خوست کې د ساه لرونکو پر عکس اخيستو بنديز ولګاوهد ژونديو موجودانو د عکس اخيستلو اسلامي حکم
دا چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په اړه په ځانګړې توګه په اسلامي متونو کې څه ویل شوي؟ په اړه یې په کابل کې یوه دیني عالم چې دا هم نهغواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي خپل نظر شريک کړی.
هغه وايي: "تصویر اوعکس کې فرق شته، کوم څه چې په ټلوېزونونو او موبایلو کې ښکاري د هغې لپاره جواز شته او دې ته د عکس اطلاق کېږي او بله مهمه مسئله دا ده چې ټول مسلمانان اوس له موبایل او ټلوېزیونونو استفاده کوي او کله چې یوه مسئله عامه شي د هغې په حکم هم تخفیف راځي."
د دغه دیني عالم په خبره، که څه هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او ویډیو کارول د اسلامي علماو ترمنځ اختلافي بحث دی، خو د ضرورت پر مهال ترې استفاده روا بلل شوې ده.
د یادونې ده چې په وروستیو څو ورځو کې په تخار، میدان وردګو، لغمان، خوست، کندهار، ننګرهار او بادغیس کې طالب چارواکو افغان خبریالانو د دوی له غونډو د عکس او ویډیو له اخيستلومنع کړي دي.
د خبریالانو د ملاتړ ځینو بنسټونو د طالبانو دا اقدام غندلی او دا یې د بیان ازادۍ له اصولو سرغړونه بللې ده.