اسراییل وایي، د لبنان د حزبالله ډلې د پخواني مشر حسن نصرالله ځای ناستی یې په غالب ګومان په یوه برید کې وژلی دی.
د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانت پرون سهشنبې ادعا وکړه چې د حزبالله د مشر ځای ناستی په غالب ګومان وژل شوی دی.
نوموړي وویل، د ایران له ملاتړه برخمنه سختدریځه حزبالله ډله چې یوه سیاسي ډله هم ده او د لبنان د جنوب پر ډېرې برخې کنټرول لري، له مشرتابه څخه بېبرخې ده.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور لهمخې، د اسراییل دفاع وزیر د شمال لپاره د پوځ د قومندانۍ په مرکز کې افسرانو ته په خپلو څرګندونو کې وویل، د حزبالله مشر حسن نصرالله ووژل شو او ډېر احتمال شته چې د هغه ځای ناستی به هم وژل شوی وي.
هغه پهدې اړه نور جزییات ورنهکړل، خو زیاته یې کړه چې هغوی نور تصیم نیونکی نهلري او هیڅوک نهلري چې اقدام وکړي.
د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانت
حزبالله چې د امریکا د متحدهایالتونو لهخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، ډېر ګومان کېده چې هاشم صفيالدین به چې د حسن نصرالله ترورزی دی، د خپل مشر په توګه ونوموي.
خو د اکتوبر له دوهمې راهیسې د اسراییل له یوه برید وروسته د هغه برخلیک څرګند نهدی.
حزبالله د هغه د برخلیک په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نهدي کړي، خو د دې ډلې یوشمېرغړیو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط یو شمېر رسنیو ته ویلي چې له دغه برید وروسته له نوموړي سره اړیکې پرې شوې دي.
صفيالدین متحدهایالتونو په ۲۰۱۷م کال د یوه نړیوال ترهګر په توګه اعلان کړی دی.
د راپور لهمخې، صفيالدین له حزبالله شیعه ډلې سره په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د هغې له تاسیس وروسته یوځای شو.
نوموړي د حزبالله د اجرایوي ارګان چې د دې ډلې سیاسي چارې تنظیموي، د مشر په توګه دنده مخته وړې.
که د نوموړي وژل رسماً تایید شي دا به د اسراییل په برید کې د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د حزبالله لپاره یوه سخته ضربه وي.
دغه شیعه ډله په وروستیو میاشتو کې ډېره نوره هم ځپل شوې.
د اسراییل په بریدونو کې یې د مشرتابه ډېر جګپوړي غړي وژل شوي، د پوځي وړتیاو ډېره برخه یې ویجاړه شوې او مخابراتي سیسټم یې هم ګډوډ شوی دی.
صفيالدین چې د لبنان په جنوب کې زېږیدلی، هم لکه د پخواني مشر په څېر له ایران سره نژدې اړیکې پاللي دي.
هغه د ایران په قُم ښار کې چې د شیعهګانو مذهبي مرکز بلل کېږي، زدهکړې کړي او ورور یې هم په ایران کې د حزبالله استازیتوب کوي.
همدارنګه د صفيالدین زوی د ایران د سپاهپاسداران انقلاب ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني چې په ۲۰۲۰م کال کې په بغداد کې د امریکا په یوه هوایي برید کې ووژل شو، له لور سره واده کړی دی.