احمد فهیم عظیمي له څو میاشتني بند وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو

احمد فهیم عظیمی فعال مدنی که خبر رهایی وی از زندان طالبان به روز پنجشنبه تایید شد.

په افغانستان کې د زده‌کړو فعال احمد فهیم عظیمي له څو میاشتني بند وروسته پرون د طالبانو له بنده خوشې شو.

د زده‌کړو فعال احمد فهیم اعظمي د طالبانو په زندان کې له څه باندې ۱۱ میاشتني بند تېرولو وروسته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خوشې او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د هغه ورور احمد فواد عظیمي پرون ماښام ازادی راډیو ته وویل: "زما ورور احمد فهیم عظیمي د محکمې په وروستۍ قضايي جلسه کې د محکمې د حکم له مخې خوشې شو. هغه شاوخوا ۱۱ میاشتې او ۲۰ ورځې په بند کې تېرې کړې، خو الحمدلله د خدای شکر دی، چې خوشې شو او اوس له خپلې کورنۍ سره دی."

د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له بنده د احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټوېټر لیکلي چې عظیمي باید هیڅکله د نجونو د تعلیم د حق د ترویج په خاطر نه زنداني کېدلای.

د ۱۴۰۰ لمریز کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم څخه منع شوې، طالبانو وروسته د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.

احمد فواد عظیمي وویل، ورور یې احمد فهیم عظیمي داسې څه نه دي کړي چې د بند سزا ورته ورکړل شي.

فواد عظیمي وايي: کاش چې ژر یې غږ اورېدل شوی وای او کاش زما ورور چې بېګناه و او هېڅ جرم یې نه و کړی، دومره تورې شپې او ورځې په زندان کې نه تېرولای.

هغه زیاتوي: "ورور مې که څه هم په بشپړ ډول بېګناه و او موږ تل د خپلې بېګناهۍ غږ پورته کاوه، خو کاش چې ژر یې غږ اورېدل شوی وای او کاش زما ورور چې بېګناه و او هېڅ جرم یې نه و کړی، دومره تورې شپې او ورځې په زندان کې نه تېرولای."

احمد فهیم عظیمي او د زده‌کړو بل فعال صدیق الله افغان د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د کابل په کارته چهار سیمه کې د طالبانو له خوا ونیول شول.

طالبانو صدیق‌الله افغان د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د لوی اختر په مناسبت خوشې کړ.

د طالبانو یوې محکمې په تېره اپرېل میاشت کې د احمد فهیم عظیمي په غیاب کې هغه ته د یوه کال بند سزا واوروله، خو احمد فهیم عظیمي ونه منله او د استېناف غوښتنه یې وکړه.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ځینو سازمانونو په وار وار د طالبانو له بنده د هغه د خلاصون غوښتنه کړې وه.

د هغه د کورنۍ غړو په دې وروستیو کې ویلي وو چې د احمد فهیم عظیمي رواني او جسمي حالت ښه نه دی او په زندان کې سختې شپې او ورځې تېروي.