د افغانستان په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د غلام خان بندر اړوند ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تېر ماښام پیل شوې جګړه د ځايي طالب چارواکو په خبره، درېدلې خو کاروباریان وايي، حالات نورمال نه دي او د بیا جګړې امکان هم شته.
د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ درنې وسلې کارول شوي دي.
د خوست ولایت د غلام خان بندر کمیسار بلال جان وردګ د جمعې په ورځ د سپټمبر۲۰مه ازادي راډیو ته وویل، په نښته کې د هاوان مرمیو د لګېدلو له کبله یو طالب وژل شوی او نوموړې ادعا کوي چې دغه نښته کې درې پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.
وردګ وویل: "ماښام شپږ نیمي بجې جنګ شروع شو او د شپې تر دوو بجو یې دوام وکړ، د هغوی له اړخه هاوانونه فیر شول چې زموږ له ساحې وړاندې هلته د دفاع وزارت لومړی کنډک دی، لګېدلي دي، یو تن مجاهد شهید شوی او زموږ د معلومات له مخې، هاغاړه درې تنه وژل شوي، خو هغوی موږ ته یو کس ښيي."
بلال وردګ د نښتې د لامل په اړه څه نه وايي، خو اوس وضعیت نورمال ښيي.
که څه هم د غلام خان بندر کمیسار د وضعیت د عادي کېدو خبره کوي، خو په غلام خان بندر کې ځینې کاروباریان وضعیت ښه نه ګڼي او وايي، هټۍ او تاسیسات لا هم بند دي.
په غلام خان بندر کې یوه کارو باري بسمالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "حالات نورمال نه دي او د بیا جګړې امکان هم شته، دوکانونه همدا اوس تړلي دي، ځینې کورونه د پاکستاني ځواکونو لهخوا د توپ په مرمیو لګېدلي چې مالي زیانونه لري، خو د ځاني زیان په اړه معلومات نهشته."
د بسمالله په خبره، د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو درنې وسلې کارولي دي.
دا لومړۍ ځل نه دي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي، بلکې تر دې وړاندې د روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې هم د خوست په ځاځي میدان کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړې شوې وې.
په دې اړه نور: د خوست اوسېدونکي: د طالب او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي په دې اړه نور: د سيمې خلک: ځاځي ميدان کې د طالبانو او پاکستاني پولهساتو ترمنځ نن هم نښتې دوام درلودهغه مهال هم د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو مقابل کې ځوابي برید کړی دی.
یو شمېر ځايي خبریالانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له امله ګڼې کورنۍ اړې شوې چې خپلې سیمې پرېږدي.
د پاکستان حکومت او پاکستاني چارواکو د وروستۍ نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۱۳ ځله نښتې شوې دي.
دغه خبره د ملګرو ملتونو سرمنشي د سپټمبر په ۱۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پرمهال کړې وه.