په لبنان کې د پيغام لېږدونکو وسیلو خونړۍ چاودنې اصلي لامل لا هم معلوم نه‌دی

دغه برید چې پرون سه‌شنبه وشو، لږ تر لږه ۱۲ کسان په‌کې ووژل شول او شاوخوا درې زره نور ټپیان شول.

په لبنان کې د پیجرونو یا پيغام لېږدونکو وسیلو له لارې پراخو مرموزو بریدونو غبرګونونه پارولي دي.

په لبنان کې د چاودېدونکو پیجرونو یا پیغام لېږدونکو وسیلو له لارې د شویو خونړیو بریدونو دا دی ۲۴ ساعته پوره کېږي، خو لا هم کره معلومه نه‌ده چې دا بریدونه چا او څه ډول تنظیم کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د لبنان د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، دا پیجرونه د تایوان مېشتې ګولد اپولو "Gold Apollo" کمپنۍ له‌خوا تولید شوي دي.

د اسراییل پوځ په‌دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

ګولډ اپولو بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی دا پیجرونه نه‌دي جوړ کړي، بلکې په وینا یې په هنګري کې د "BAC" شرکت چې د دوی د برنډ د تولید اجازه لري، دا پیجرونه جوړ کړي دي، خو دغې کمپنۍ تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې بیا د اسراییل استخباراتي اداره موساد تورنه کړې چې، ګواکې دغو وسیلو کې يې چې دوی یې کاروي، چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي دي.

د اسراییل پوځ په‌دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

دغه برید چې پرون سه‌شنبه وشو، لږ تر لږه ۱۲ کسان په‌کې ووژل شول او شاوخوا درې زره نور ټپیان شول.

حزب‌الله ويلي، د دغې پېښې غچ به واخلي.

حزب‌الله چې د غزې د جګړې له پيل راهیسې له اسراییلي ځواکونو سره پر پوله جګړه کوي، ګواښ کړی چې د دغو بریدونو غچ به اخلي.

د لبنان یوې لوړپوړې امنیتي سرچینې ویلي، حزب‌الله ډلې پنځه زره پیجر وسیلې له ګولډ اپولو شرکت څخه اخیستې وې او دا وسیلې د همدې کال په لومړیو کې لبنان ته رسېدلي دي.

په لبنان کې د حزب‌الله غړي د خپل‌منځنیو اړیکو لپاره پیجر وسیلې کاروي چې، په پرمختللې ټکنالوجۍ سمبالې نه‌دي، خو هدف یې دا دی چې د اسراییل له څارنې ځان خوندي کړي.

لبناني سرچینو ویلي، د اسراییل استخباراتو په دغو پیجرونو کې داسې وړې چاودېدونکې ټوټې ځای پر ځای کړي چې تفکیک یې ګران دی.

په دې اړه نور: لبنان کې چاودنې؛ لږترلږه اته کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپیان دي

دغه چاودېدونکې وسیلې د کوډونو د ترلاسه کولو وړتیا لري او پرونی برید هم داسې مهال وشو چې شاوخوا درې زره دغو وسیلو ته په یوه وخت یو کوډ ورغی.

له برید وروسته د سیمې یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې روسیې د پېښې د اصلي لامل د پيدا کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا برید به د منځني ختیځ شخړې نورې هم پراخه کړي.