د اوکراين هوايي ځواک د روسيې د لسګونه بې‌پيلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی

اوکرايني پوځيان

د اوکراین هوايي ځواکونه وايي، د روسیې په لسګونو بې‌پيلوټه الوتکې یې تېره شپه نسکورې کړې دي.

د اوکراین پوځي چارواکي وايي، تېره شپه د روسیې له‌خوا د ۵۶ توغول شویو بې‌پيلوټه الوتکو له جملې، ۵۳ یې کشف او نسکورې کړای شوي دي.

د دغه هېواد هوايي ځواک وايي، د دغې پلان شوې بمبارۍ عمده هدف د اوکراین پلازمېنه کییف و.

د دغه هېواد هوايي ځواک وايي، د دغې پلان شوې بمبارۍ عمده هدف د اوکراین پلازمېنه کییف و.

د اوکراین پوځي چارواکو تر دې وړاندې د روسیې له‌خوا پر کییف د روسیې له لوري د روانې میاشتې تر ټولو د لویې اتمې حملې په اړه خبرداری ورکړی و.

د کییف د محلي پوځي ادارې مشر روسلان کرافچینکو ویلي، د یوې نسکورې شوې بې‌‌پيلوټه الوتکې په ټوټو یوه ټپي شوې مېرمنه په روغتون کې بستر شوې ده.

د اوکراین پوځي چارواکو ویلي، کییف تېره شپه څه باندې درې ساعته تر حملې لاندې و، خو د هوايي دفاع دستګاوو د کییف په شا و خوا کې هم تر ۲۰ زیاتې بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د روسیې چارواکو د دغو حملو په باب تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په بې پرې ډول د جګړې په ډګرونو کې د هيڅ یوه لوري دغه شوې ادعاې نه‌شي تاییدولی.

اوکرايني ځواکونه

روسیې پر اوکراین د ۳۶ میاشتني بشپړ یرغل پر مهال د اوکراین د بېلابېلو ښارونو د بمبارۍ لپاره بې‌پيلوټه الوتکې، توغندي او ډول- ډول میزاییل کارولي دي.

په وروستیو کې زیاتې حملې د برېښنا او نورو تاسیساتو د ویشتلو لپاره متمرکزې وې، که څه هم په دغو بمباریو کې روغتونونه، ښوونځي او د استوګنې ودانۍ هم په نښه شوي، خو مسکو بیا هم ډاډ ورکوي، چې ملکیان نه په نښه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي په وروستیو کې د امریکا له متحده‌ایالتونو او نورو متحدانو د وسلو او نورو لوژستیکي مسایلو په اړه د داسې موافقو د فوري تطبیق غوښتنه وکړه، چې له‌مخې یې د روسیې د یرغل په وړاندې اوکراین په پوځي لحاظ اکمال او مبارزه یې لا پیاوړې شي.

په همدې حال کې اوکراین ویلي چې، د ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې "ICRC" ته بلنه ورکوي، څو د روسیې کورسک سیمې ته، چې اوکراین په ناڅاپي برید کې نیولې ده، سفر وکړي او په بشري چارو کې برخه واخلي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها نن پر ټولنیزو شبکو لیکلي، د شمال ختیځ سومي سیمې ته یې د سفر په جریان کې د خپل وزارت په استازیتوب ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارښتنه وکړي چې هلته سفر وکړي او په کورسک سیمه کې په بشري هڅو کې ونډه واخلي.