رسنۍ: اصف درانی د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ د مثبت اغېز نه درلودو له امله له دندې ګوښه شوی

اصف درانی

یو شمېر پاکستاني رسنۍ له‌دې ډلې اکسپریس ټربیون وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له‌دې کبله له دندې ګوښه شوی چې، ګواګې هغه د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې مثبت اغېز نه درلود.

یوشمېر پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د ناسمې کارکردګۍ له کبله ګوښه شوی دی.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي، د بهرنیو چارو وزارت هغه پیغام یې ترلاسه کړی چې په‌کې د سپټمبر۱۰مه د دراني د دندې د پای ته رسېدو نېټه ښودل شوې ده.

"سفیر درانی د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د کوم اغېز په راوستو کې پاتی راغلی او هغه په کابل کې هيڅ ډول مقبولیت نه درلود."

د طاهرخان د معلوماتو له‌مخې که څه هم د پاکستان د حکومت په دغه بیان کې د اصف دراني د لرې کېدو د لامل په اړه جزیات نه‌دي ورکړل شوي، خو پاکستانۍ ایکس‌پرس ټربیون ورځپاڼې تازه د ځینو باخبره سرچینو په حواله ویلي، دراني د کابل او اسلام‌اباد په اړیکو کې هيڅ ډول اغېز نه‌دی لرلی.

ورځپاڼه وړاندې کاږي: "سفیر درانی د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د کوم اغېز په راوستو کې پاتی راغلی او هغه په کابل کې هيڅ ډول مقبولیت نه درلود."

د پاکستان سنا مجلس پخوانی غړی او سیاستوال افراسیاب خټک د اصف دراني د ګوښه کېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په پاکستان کې چې د افغانستان په اړه کوم سیاست جوړیږي هغه د جنرالانو له‌خوا کېږي او هغوی په‌کې انحصار لري او کله چې پلی کېږي بیا په‌کې استخبارات یا ای‌ايس‌ای ډېر رول لري، نو په‌دې کې د ملکي خلکو یا د بهرنیو چارو وزارت مامورینو رول کم وي او جنرالان په دوی داسې خبرې عملي کول غواړي چې هغه د ډیپلوماسۍ د اصولو خلاف او ډېرې معقولې نه وي."

د پاکستان د ملتپاله ګوند پخوانی مشر او سیاستوال افراسیاب خټک

د نړیوالو چارو پوه او پخوانی ډیپلوماټ غوث جانباز بیا د اصف دراني لرې کېدو ته په اشارې سره وايي، تر کومه چې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ او اسټبلیشمنټ په لید لوري کې اساسي بدلون نه وي رامنځته شوی د کابل او اسلام‌اباد اړیکې به ترینګلې وي.

نوموړی وايي: "د اصف دراني لرې کول، د عمراخان څرګندونې او همدا راز هغه غبرګون چې دوی د پښتونخوا د والي پر وړاندې وښود دا د پاکستان د پوځ، استخباراتو او په ټوله کې د دوی حکومت د هغو دسیسو ناکامي ده چې دوی فکر کاوه چې د طالبانو په موجودیت کې به عملي شي."

"د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې نه‌دي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند له طالبانو سره مناسبې اړیکې لري، خو مرکزي حکومت په ځانګړې توګه ای‌ايس‌ای او اوردو ښې اړیکې نه‌لري
احمد سعيدي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په باب د ستونزو په دوام د سپټمبر په ۱۱مه د وکیلانو یوې غونډې ته د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي وو چې، غواړي د خيبر پښتونخوا ايالت د خلکو د استازي په توګه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په خپل ایالت کې د ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي.

که څه هم د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د ګنډاپور له وړاندیزه ملاتړ کړی، خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي له بهرنيو هېوادونو سره مرکزي حکومتونه خبرې کوي او ايالتونه له بهرنيو هېوادونو سره مخامخ خبرې نه‌شي کولای.

پخوانی ډیپلوماټ احمدي سعیدي د افغانستان او پاکستان د اړیکو او په سیمه کې د موجوده وضعیت د څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې نه‌دي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند له طالبانو سره مناسبې اړیکې لري، خو مرکزي حکومت په ځانګړې توګه ای‌ايس‌ای او اوردو ښې اړیکې نه‌لري، نو ځکه یې ترمنځ د پولې په اوږدو جګړې کېږي او دا وضعیت به همداسې دوام پیدا کوي."

Your browser doesn’t support HTML5

اسلام اباد افغانستان ته او طالبان پاکستان ته اندیښمن دي

د ښاغلي سعیدي په خبره تر کومه چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر وړاندې رغونکي سیاست ته مخه نه‌کړي او له ترهګرو ډلو څخه د ګټې پر ځای د هغوی پر وړاندې رښتنې مبارزه ونه‌کړي په سیمه کې د وضعیت مثبت بدلون ناممکن ښکاري.

د یادونې ده، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ اړیکي ښې نه‌دي او په‌‌دې وروستیو کې ډېرې خړې پړې شوي، وخت په وخت د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې هم رامنځته کېږي.

پاکستان د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو په ملاتړ او نه ځپلو تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا خبره ردوي وايي، د پاکستان امنیت په دوی پورې اړه نه‌لري، خو د افغانستان له خاوري هیڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه‌دی.