د بريتانيا شهزاده "هري" له کوره ليرې په کاليفورنيا کې خپله ۴۰مه کليزه نمانځي

د بریتانیا شهزاده هري

د بریتانیا شهزاده هري له کوره لرې د امریکا د متحده‌ایالتونو په کالیفورنیا کې نن خپله څلوېښتمه کلیزه نمانځي.

دی لس کاله مخکې د بریتانیا د شاهي کورنۍ له مطرح غړیو څخه و، خو ده خپله کورنۍ پرې ایښې ده او په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

شهزاده هري تر خپلې کلیزې مخکې د امریکا په متحده‌ایالتونو کې رسنیو ته ویلي، دېرش کلنۍ ته چې څومره خواشینی وم، څلوېښت کلنۍ ته برعکس په همهغه پرتله خوښ یم.

د ځینو راپورونو له‌مخې شهزاده هري یو مخ منزوی شوی دی.

د ځینو راپورونو له‌مخې شهزاده هري یو مخ منزوی شوی دی.

د بریتانیا د شاهي کورنۍ یو مبصر ریچارډ ویلیمز رسنیو ته وویل، د شهزاده هري باور په خپلې کورنۍ ختم شوی او کورنۍ په ده اعتماد نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه، دا اړیکي دومره ترینګلي ښکاري که دریم‌ګړی هم د روغې جوړې هڅه وکړي نتیجه به ورنه‌کړي.

د شهزاده هري اړیکي له خپلې شاهي کورنۍ سره په دوه زره شلم کال کې هغه وخت ډېرې سړې شوې چې، ده او د ده مېرمنې میګان د سلطنتي کورنۍ اصول تر پښو لاندې کړل او کالیفورنیا ته کډه شول.

د امریکا په متحده‌ایالتونو کې پېژندل شوې خبریالې اپرا وینفري ته هري په مرکه کې وویل، د شاهي کورنۍ یوه غړي د میګان د امیندوارۍ پرمهال له ده پوښتنه کړې وه چې دا ماشوم به تور وي که سپين؟

هري او ميرمن يې میګان

هري او افریقایي الاصله میګان اوس دوه ماشومان لري.

د شهزاده هري اړیکي له خپلې کورنۍ سره هغه وخت نورې پسې ترینګلې شوې چې د دوه زره درویشتم کال په پيل کې د (سپیر) په نوم د ده کتاب چاپ شو.

په‌دې کتاب کې چې تر اوسه تر شپاړسو په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی او په نړۍ کې په میلیونونو ټوکه پلورل شوی دی، لیکوال هري د شاهي کورنۍ او دې کورنۍ ته د نژدې یوشمېر غړیو په اړه په‌دې کتاب کې لیکنې کړې دي.

هري د (سپیر) یا ذخیرې په نوم کتاب کې لیکلي دي چې، ده مخدر مواد استعمال کړي دي، په افغانستان کې یې تر پنځه ویشت ډېر مخالف وسله‌وال د جګړې پر مهال وژلي، په ځواني کې یې له یوې ښځې سره چې تر ده ډېره مشره وه اړیکي لرلي، ورور یې ویلیام له ده سره د ده د ښځې میګان پر سر دعوه کړې ده.

نوموړی دا هم لیکي، چې د خپل پلار دوهمه مېرمن کاملا چې اوس ملکه ده بده ایسي، د خپل پلار پاچا چارلس په باره کې یې هم لیکنې کړې دي.

د کتونکو په باور د سپیر کتاب له چاپېدو سره د هري او د بریتانیا د شاهي کورنۍ اړیکي همدومره لرې شوې دي، لکه اوس چې د ده او په بریتانیا کې د خپلې کورنۍ ترمنځ د اطلس سمندر پروت دی.