په نړيوال جام کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه؛ خلک يې بري ته هيله‌من دي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله سبا یک‌شنبه د سپتمبر په ١٥مه د ٢٠٢٤ کال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کوي چې له انګولا سره ده.

دغه لوبه د کابل په وقت د مازیګر ۵ بجې د ازبکستان په تاشکند ښار کې په هومو ورزشي جمنازیم کې ترسره کېږي.

د فوټسال ملي لوبډلې مدیر نصیر صداقت چې د لوبډلې ملګرتیا کوي، ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي له لوړې روحیې او انګېزې برخمن دي.

"افغانستان یو له هغو ټيمونو څخه دی چې له نورو ټیمونو څخه مخکې ازبکستان ته ورسېدو او د افغانستان د فوټبال فدراسیون دوه دوستانه سیالۍ ورته برابرې کړې
مصطفی هاشمي

نوموړی وايي: "د خدای شکر دی د لوبغاړو روحیه ښه ده، ځکه دا لومړی ځل دی چې تجربه کوي او ډېره لوړه انګېزه لري، لومړۍ او دوهمه لوبه په تاشکند کې ده او بيا درېیمه لوبه په اندیجان کې له اوکراین سره ده."

د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې له ۲۰۶ ټيمونو څخه یوازې ۲۴ ټیمونو لاره پیدا کړې، چې په شپږو ګروپونو باندې وېشل شوي دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره په سي ګروپ کې ده.
د افغانستان دوهمه لوبه به د سپتمبر په ١٨مه د ارجنټاین په وړاندې او درېیمه د سپتمبر په ٢١مه د اوکراین سره وي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له ۲۰۶ ټيمونو څخه د فوټسال نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان د ټیم لاره موندل یوه ستره تاريخي بریا بولي.

د ياد فدراسیون ویاند او د نشراتو مسوول مصطفی هاشمي د فوټسال نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د چمتووالي په اړه وویل: "افغانستان یو له هغو ټيمونو څخه دی چې له نورو ټیمونو څخه مخکې ازبکستان ته ورسېدو او د افغانستان د فوټبال فدراسیون دوه دوستانه سیالۍ ورته برابرې کړې، د پاراګواې او مراکش په وړاندې مو دوستانه سیالۍ درلودې، څو تمرینې او د تیوري جلسې یې هم په ازبکستان کې درلودې، ځان یې د نړیوال جام سیالیو ته چمتو کړی."

ټاکل شوې چې د فوټسال نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي له انګولا سره ترسره کړي.

په ورته وخت کې په تاشکند کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، د لوبې نندارې ته به له نژدې ورشي او خپل لوبغاړي به تشویق کړي.

د دوی له ډلې توریالي ولي ازادي راډیو ته وویل: "دا په رښتیا د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان تکړه ځوانانو په‌دې وروستیو کې په خپلې وړتیا سره نړیوال جام ته لار وموندله، دا پخپله په سیمه کې د افغانانو عزت ښيي، زه د دې لوبې سخت لېواله یم او ان‌شاالله په تاشکند کې د مېشتو وطنوالو سره به خپلو ځوانانو د ملاتړ او تشویق په موخه، د دې لوبو لیدو ته ولاړ شم."

په تاشکند کې یو بل افغان خالد صافي ازادي راډيو ته وویل: "دا موږ ته ډېر د ویاړ ځای دی، موږ ټول وطنوال غواړو چې خپل ټيم تشویق کړو او سبا دا سیالي له نږدې وګورو، دلته هر افغان باید له نږدې دا سیالي وویني او ټيم تشویق کړي، ځکه چې دومره پرمختګ یې کړی چې نړیوال جام ته یې لاره موندلې."

نړيوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې وتل، يو تاريخي بری بلل شوی.

افغانستان د تلې میاشتې په ۱۹مه نېټه په تاشکند کې د مراکش لوبډلې ته په یوه دوستانه لوبه کې څلور پر درې ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې افغانستان یوه بله دوستانه لوبه له پاراګوای سره ۲-۲ لوبه مساوي کړه.

د ۲۰۲۴ نړیوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لاره موندل داسې مهال دي چې، د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم‌عمره لوبډلې هم د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه د منځنۍ اسیا د ۱۷ کلونو د کم‌عمره فوټبال لوبو اتلولۍ د لومړي ځل لپاره په خپل نوم کړه، چې په کور دننه او بهر د افغانانو له هرکلي او خوښۍ سره مخ شوه.