د دایکندي د پرونۍ حملې د قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول

Your browser doesn’t support HTML5

د غور-دایکندي پر لویه لاره د داعش له لوري د یو شمېر وژل شویو هزاره‌ګانو د تدفین مراسم ترسره شول. وسله‌والو کسانو د پنجشنبې په ورځ د دایکندي-غور پر لویه لاره د یادو کسانو موټر درولی او پرې ډزې یې کړي دي. وژل شوي کسان له کربلا څخه د راستانه شویو زیارت کوونکو د هرکلي په موخه د غور فېروز کوه ښار ته تلل.