کندهار کې د نساجي، نخي او پشمي فابريکو د فعاليت بيا پيل؛ خلک: د کار زمينه راته برابر شوې

کندهار کې د نخي فابريکه.

کندهار کې د نساجي، نخي او پشمي فابریکو له بیا فعالیت سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

د دې فابریکو فعالیتونه، چې د کورنیو جګړو له امله شاوخوا ۴۵ کاله مخکې په ټپه درېدلي وو، اوس د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت سره، بیا پیل شوي دي.

په‌داسي حال کې چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې ډېری خلک له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي، خو د کندهار د نخي نساجۍ فابریکو په بیا فعالېدو سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

محمد يونس چې د دې فابريکې يو کارکوونکی دی وايي: "موږ خوښ یو چې د کار زمینه راته برابره شوې ده، موږ اوس دلته اویا - اتیا کسان کار کوو، که ګرده ماشینان فعاله شي دوه نیم زره کسان به راسره اخته شي."

دغه راز د دې فابريکې يو بل کارکوونکی عبدالله وايي: "موږ خوشحاله یو چې په خپل ملک کې کار راته پیدا شو، موږ دلته وړۍ مینځو او بیا ډول ډول تارونه ځیني جوړیږي."

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د دغو فابریکو مسوولین وايي، د دغو فابریکو د شاوخوا ۳۰۰۰ ماشینونو څخه یې تر اوسه ۴۰۰ ماشینونه فعال کړي دي.

د پشمي فابریکې مسوولین او کارکونکي بیا وایي چې، د ۶۴ ماشینونو په فعالولو سره، دوی له وطني، خارجي او مصنوعي وړیو څخه د غالیو تار، کشمېرې، پټو، توس، شړی او نور تولیدات ترلاسه کوي.

دوی زیاتوي، د دغو ماشینونو په مرسته، دوی له وطني پنبې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته روغتیايي او دغه شان نور د اړتیا وړ توکي تولیدوي.

مولوي محمد سلیم صابر چې د نخي نساجي فابریکې مسوول دی وایي، که چېرې نور قراردادونه ترلاسه کړي، نو پاتې ماشینونه به هم فعال کړي چې د کال په اوږدو کې به تر ۶ سوه زره ټنه زیاته پنبه پروسس کړي او شاوخوا ۴۰ میلیونه متره ټوکر به تولید کړي.

نوموړی وايي: "تقریباً لس ډوله ټوکر موږ تولید کړی او شاوخوا ۵۲ ډوله تار دلته تولیدیږي، چې ۲۵ ډوله یې اوس تولید شوی، ټول ماشنونه ترمیم دي له‌دې جملې ۴۰۰ ماشینونه اوس فعاله دي."

د نخي تر څنګ، پشمي نساجي فابریکې هم په فعالیت پیل کړی دی.

د پشمي فابریکې مسوولین او کارکونکي بیا وایي چې، د ۶۴ ماشینونو په فعالولو سره، دوی له وطني، خارجي او مصنوعي وړیو څخه د غالیو تار، کشمېرې، پټو، توس، شړی او نور تولیدات ترلاسه کوي.

د کندهار نساجي، نخي او پشمي فابريکې د کندهار د دامان ولسوالۍ په نساجي سیمه کې د یوې جرمنۍ او روسي کمپنۍ له‌خوا په ۱۳۵۵لمریز کال کې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال تاسيس شوي دي

محمد حنیف مبین چې د پشمي نساجي فابریکې یو کارکوونکی دی وایي، د کال په اوږدو کې د ۱۰۰۰ ټنه وړیو په پروسس سره یو میلیون متره ټوکر تولیدولای شي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "موږ د وړۍ مينځلو او په تار د اوبدلو ظرفیت لرو، په‌دې توګه موږ له نري تار څخه د کالو ټوکر، د پټو ټوکر، کشمیره او نور منسوجات جوړوو، دغه راز د توس تار جوړوو، د غالۍ تار جوړوو."

د کندهار نساجي، نخي او پشمي فابريکې د کندهار د دامان ولسوالۍ په نساجي سیمه کې د یوې جرمنۍ او روسي کمپنۍ له‌خوا په ۱۳۵۵لمریز کال کې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال تاسيس شوي دي، چې وروسته د کورنيو جکړو پر مهال يې فعاليتونه درېدلي وو.