د امریکا متحده‌ایالتونو پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امريکا بيرغ

د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا پر ایران دغه بندیزونه د هغو نږدې واټن ویشتونکو توغندیو په خاطر، چې ویل کېږي تهران مسکو ته ورکړي، لګولي دي.

خو مسکو او تهران په‌دې اړه ادعاوې ردکړي دي.

د امریکا متحده‌ایالتونو پرون سه‌شنبې اعلان وکړ، چې پر ایران یې نوي بندیزونه په‌دې خاطر ولګول چې تهران په اوکراین کې د روسیې د روانې جګړې پوځي ملاتړ کړی او مسکو ته یې په‌دې وروستیو کې نژدې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي ورکړي دي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې د متحده‌ایالتونو د خزانې وزارت پرون سه‌شنبې اعلان وکړ، چې په ایران او روسیه کې یې پر لسو افرادو او شپږو کمپنیو بندیزونه لګولي او هم یې څلور کښتۍ د ضبط شوي ملکیت په توګه په نښه کړي دي.

د دې وزارت په وینا دغه افراد او کمپنۍ ایران ته د دې امکانات برابروي چې روسیې ته د وسلو پرزې او د وسلو سیسټمونه ولېږدوي.

متحده‌ایالتونو ویلي، هغه وسلې چې تهران تر اوسه مسکو ته ورکړي، په‌کې بې‌‌پیلوټه الوتکې یا ډرونونه او نږدې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي شامل دي.

يو اوکرايني سرتېری د جګړې په لومړۍ کرښه کې.

د راپور له‌مخې د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې وویل، ایران او روسیې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې یو قرارداد لاسلیک کړ، چې له‌مخې یې تهران مسکو ته په سلګونو توغندي برابروي.

د روان میلادي کال په دوبي کې هم د روسیې پوځي پرسونل ته ایرانیانو د ایران د CBRM360 ډوله توغندیو د کارولو روزنه ورکړه او زیاته یې کړه چې روسیې د دغو توغندیو لومړی جوپه روانه میاشت ترلاسه کړه.

پر ایران د دغو نویو بندیزونو اعلان داسې مهال کېږي، چې متحده‌ایالتونو او مهمو اروپایي متحدینو یې ایران تورن کړ چې ناوړه فعالیتونه یې خطرناکې کچې ته لوړ کړي او روسیې ته د لنډ واټنه بالسټیک توغندیو په ورکولو سره د اروپا امنیت ګواښي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د هغه بریتانوي سیال ډیویډ لامي پرون د ورځې په پیل کې ایران روسیې ته د میزایلو په ورکولو رسماً تورن کړ.

ښاغلي بلېنکن وویل، روسیې اوس د ایران دغه بالسټیک توغندي ترلاسه کړي او ډېر احتمال شته چې په څو اوونیو کې هغه د اوکراین او د اوکراینیانو پر ضد وکاروي.

په دې اړه نور: بلېنکن: ايران روسيې ته بالستيک توغندي ورکوي

کریملین د بلېنکن د دغو څرګندونو په اړه سمدستي تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې یوه ورځ مخکې یې د هغو ادعاو چې ګوندې روسیې د ایران توغندي ترلاسه کړي، د ردولو ترڅنګ له تهران سره پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي يې وو، چې دغه همکاري په ټولو برخو کې مخ په پراخېدو ده.

تهران هم رد کړې چې ګنې مسکو ته یې توغندي ورکړي دي.

د بلېنکن او لامي تر دغو څرګندونو وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ایران په اوکراین کې د روسیې له جګړې څخه په ملاتړ تورن کړ او څرګنده یې کړه چې د ایران توغندي کولای شي د اروپا خاوره په نښه کړي.

د جرمني، فرانسې او بریتانیا په ګډه اعلامیه کې مسکو ته د ایران د توغندیو ورکول غندل شوي او هغه یې د ایران او روسیې له‌خوا د جګړې د لا پراخوالي هڅه او د اروپا امنیت ته مستقیم ګواښ بللی دی.

د کارپوهانو په باور د ایران لنډ واټن بالسټیک توغندي کولای شي چې په اوکراین کې د روسیې جګړه چې له مخکې یې د ایران له ډرونونو او ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې، لا پیاوړي کړي.