د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

خامنه‌اي: له امریکا سره د خبرو تحریم د امریکا د سیاسي نفوذ د مخنیوي لاره ده


د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه‌اي
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه‌اي

د ايران مدهبي مشر وايي، دغه هېواد به له امريکا سره مذاکرو ته کېنني.

ايت الله علي خامنه اي دا خبره نن يکشنبه وکړه او ويې ويل چې دواړه هېوادونه سرسخت دښمنان دي.

د ايران مشر وايي، د امريکا د سياسي نفوذ د مخنيوي يوه لار دا ده چې له امريکا سره هر ډول مذاکرې تحريم شي.

ايت الله علي خامنه اي نن يکشنبه ايران او امريکا سرسخت دښمنان بللي او زياته کړې يې ده: "ايران به د امريکا فشار ته تسليم نه شي."

د ایران او امریکا بیرغونه
د ایران او امریکا بیرغونه

د ايران دولتي ټلويزيون د ښاغلي خامنه اي وينا را اخيستې چې ويلي يې دي، هغه کسان چې فکر کوي له دښمن سره مذاکرې به زموږ ستونزې سل په سلو کې حل کړي، تېروتي دي.

د ايران او امريکا ترمنځ په اړيکو کې کړکېچ تېر کال وروسته له هغې اوج ته ورسېد، چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ.

د ايران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ د دې شوې موافقې له مخې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و، په بدل کې یې له ايرانه ځيني بنديزونه لرې کړاى شوي وو.

واشنګټن د دې لپاره چې د ايران د تېلو د ټولو صادراتو مخه ونيسي، پر ايران بيا بنديزونه ولګول.

امريکا وايي، هڅه کوي چې پر ايران فشار راولي چې پر يوې بلې پراخې موافقې خبرو ته کېني.

خو د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ويلي، تر هغو چې د امريکا متحدو ايالتونو بېرته اټمي موافقه منلې او ټول بنديزونه لرې کړي نه وي، ايراني چارواکي پر يوې نوې موافقې له دغسې هر ډول مذاکرو منعه دي.

په ١٩٧٩میلادي کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته په تهران کې د امريکا د سفارت د نيولو کليزه هر کال په ټول ايران کې په "مرګ پر امريکا" شعارونو او پراخو مظاهرو سره لمانځل کېږي.

په ایران کې د امریکا ضد شعار
په ایران کې د امریکا ضد شعار

د ١٩٧٩میلادي کال د نومبر په څلورمه د سفارت لاندې کول د امريکا او ايران ترمنځ د سختې دښمنۍ سبب شو.

ايران پر امريکا تور لګاوه چې د لرې کړاى شوي پاچا محمد رضا پهلوي د ظالمانه پالېسيو ملاتړ کوي او ٥٢ امريکايي وګړي يې د ٤٤٤ ورځو لپاره په سفارت کې چې ايرانيانو د جاسوسانو ځاله بلله، برمته ساتلي وو.

په ځواب کې یې د امريکا د هغه وخت ولسمشر جيمي کارټر له يوې مخې ټول ايراني ډيپلوماتان له امريکا څخه اخراج کړل.

خامنه اي نن يکشنبه په خپله وينا کې ويلي: "له لسيزو وروسته هم امريکا بدله شوې نه ده، هماغسې خپل تېري، له شرارته ډک چلند او نړيوالې ديکتاتورۍ ته دوام ورکوي."

XS
SM
MD
LG