امريکايي چارواکي: روسيه هڅې کوي چې د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې مداخله وکړي

امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين يو انځور

د امریکا متحده‌ایالاتو روسیه تورنه کړې چې، هڅه کوې د دې هېواد د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې مداخله وکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د امریکا عدلیې وزارت د سپټمبر په څلورمه خپره کړې، روسیه د امریکا د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د مداخلې پر هڅو تورنه شوې او ویل شوي، د کریملن ملاتړې رسنۍ او انلاین شبکې د امریکایانو د غولولو لپاره نادرست تبلیغات خپروي.

د نورو انلاین پلاټفورمونو ترڅنګ د روسیې RT یا Russia Today رسنۍ چې د اعلانونو په خپرولو یې ډېر تمرکز کړی، د کریملین د تبلیغاتي هڅو یوه مهمه وسیله بلل شوې ده.

د امریکا عدلیې وزارت د ۳۲ انټرنیټي ډومینونو د بندولو خبر ورکړ، چې په خبره یې د روسیې د حکومت له‌خوا ورڅخه پر انتخاباتو د بهرانیانو د ناوړه نفوذ په کمپاینونو کار اخیستل کېده.

د امریکا د پولیسو د فدرالي ادارې، FBI ريیس کریسټوفر ورې Christopher Wray ویلي، دغو ډومینونو د روسیې د حکومت په لارښوونه فعالیت کاوه او داسې وېب‌پاڼې یې جوړولې، چې په بشپړه توګه یې د امریکایانو د په نښه کولو لپاره د روسیې د حکومت لپاره تبلیغات کول.

کامالا هريس د ډيموکرات ګوند له‌خوا راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديده ده.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغو انټرنیټي ډومینونو د دې ترڅنګ چې په پټه یې د امریکا د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو د نفوذ لپاره د روسیې د حکومت تبلیغات کول، د دې هڅه هم کوله چې له اوکراین څخه نړیوال ملاتړ کم او د روسیې له سیاستونو او ګټو یې ملاتړ زیات شي.

د امریکا لوی څارنوال ماریک ګارلند Merrick Garland په دغه خبرپاڼه کې ویلي، هماغسې چې زموږ د محکمې په دوسیو کې ادعا شوې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه د پرسونل د دفتر د لومړي مرستیال سرګې کریینکو په ګډون د هغه داخلي کړۍ د روسیې د عمومي اړیکو شرکتونو ته لارښونه کړې، چې د ۲۰۲۴ کال د متحده‌ایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نفوذ لپاره د کمپاین د یوې برخې په توګه ناسم معلومات او داسې څه خپاره کړي چې د حکومت له دریځ سره سمون ولري.

هغه زیاته کړه چې د پوتین د داخلي کړۍ له‌خوا ترتیب شوی یو سند ښیي چې د انتخاباتي تبلیغاتو د کمپاین هدف دا دی، چې د روسیې د خوښې سره سم یوه پایله ترلاسه شي.

ډونالډ ټرمپ د جمهوريت غوښتونکو ګوند له‌خوا راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دی.

ښاغلي ګارلینډ په مشخصه توګه نه‌دي ویلي چې کریملین د څه ډول نتیجې غوښتونکی دی، خو پوتین د روان کال په پیل کې مخکې له‌دې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دغو انتخاباتو کې له خپلې کاندیداتورۍ تېر شي او پر ځای یې د هغه مرستیاله کامالا هریس دغو انتخاباتو ته ودریږي ویلي وو، چې بایډن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله ډېر د وړاندوینې وړ و.

پوتین دا هم ویلي وو، کریملین چمتو دی چې له هر هغه چا سره کار وکړي چې ټاکنې وګټي.

د امریکا لوی څارنوال همدارنګه ویلي، متحده‌ایالات د یوه دیکتاتور رژیم هڅې چې په هېواد کې له ازادو افکارو څخه د خپلو پټو تبلیغاتو لپاره ناوړه استفاده وکړي، هیڅکله هم نه‌شي زغملی.

ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په پنځمه نېټه ترسره شي.