په اسراییل کې پراخ کار بندیز د دې هېواد د کار د سترې محکمې په حکم پای ته ورسېد

په اسراییل کې د حماس په لاس د برمته اسراییلیانو د کورنیو د غړیو په غوښتنه دغه اعتراض پرون پیل شوی و چې ورسره پراخ کاربندیز هم اعلان شوی و.

په اسراییل کې هغه پراخ کاربندیز، چې د حماس د سختدریځې ډلې په لاس کې د برمته اسراییلیانو د کورنیو د غړیو په غوښتنه پرون سهار پیل شو، د اسراییل د کار د سترې محکمې په حکم پای ته ورسېد.

په اسراییل کې پرونی (دوشنبې) عمومي اعتصاب، چې پر صدراعظم د فشار راوړلو لپاره د اسراییلي کارکوونکو او د کارګرانو د اتحادیې په غوښتنه پیل شوی و، د دغه هېواد د کار د سترې محکمې په حکم پای ته ورسول شو.

د دې کاربنیز هدف د حماس له‌خوا د نیول شویو اسراییلی یرغملو د خوشې کولو لپاره د موافقې نهایي کول وو.

د کار سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د اعتصاب انګیزه د کارمندانو او کارګرانو له اساسي حق سره په مخالفت کې ده او د هغوی د قانوني حقونو سرغړونه کیږي.

د محکمې د حکم له مخې، اعتصاب د دوشنبې د ماسپښین په دوه نیمې بجې ودرول شو.

د اسراییل د مالیې وزیر د محکمې د پریکړې هرکلی وکړ. بتسال -ال سموټریچ وویل چې محکمې معلومه کړه چې اعتصاب سیاسي و.

هغه زیاته کړه چې د دې ډول غیر قانوني کړنو دوره پای ته رسېدلې ده.

په اسراییل کې پراخ لاریون او کاربندیز د حماس له یوه تونل څخه د دغو برمته‌وو د جسدونو د موندلو وروسته پیل شوی و.

سموټریچ، له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یوځای، د کار سترې محکمې ته د عمومي کاربندیز خلاف عاجل شکایت وکړ او استدلال یې وکړ چې اعتصاب د هغو شرایطو لپاره اړین و چې په کې د کار کولو حق او د کارګرانو حق اخیستل شوی وي.

دغه اعتصاب په غزه کې د حماس د افراطی ډلې له‌خوا د ۶ تنو وژل شویو برمته‌وو د جسدونو له موندل کېدو او په وړاندې یې له پراخو لاریونونو وروسته پیل شو.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي.

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په یوه تونل کې یې د شپږو نورو اسراییلي یرغملو مړي موندلي دي.

د پوځ په وینا، دا کسان تر موندل کېدو لږ مخکې وژل شوي وو.

د اسراییل دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، په موندل شویو جسدونو کې درې ښځې او درې نارینه دي.

د اسراییل پوځ زیاتوي، دغه شپږ کسان "ښایي یوه یا دوې ورځې مخکې" د حماس ډلې له‌خوا ووژل شوي وي.

د رفح په تونل کې د دغو اسراییلي یرغملو د مړو له موندل کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ د ۱۰۱ پاتې برمته‌وو کورنیو د اسراییل له خلکو وغوښتل چې په خپلو اعتراضونو اسراییل ولړزوي.

د یرغمل شویو کورنیو اتحادیې په اسراییلیانو غږ وکړ چې په بیت المقدس کې د صدراعظم د دفتر مخې ته د یکشنبې په ورځ د ماسپښین په ۴ بجو او همداراز د ماسخوتن په نهه بجې په تل‌ابیب کې د دفاع وزارت ته نژدې د اعتراض په دود لاریون وکړي.

د برمته‌وو د کورنیو اتحادیې د اسراییل د ټولو کارګرانو له اتحادیې څخه هم وغوښتل چې له دوشنبې څخه اقتصادي فعالیت او تولید ودروي او اعتصاب اعلان کړي.

په ورته وخت کې، د اسراییل د اپوزیسیون مشرانو پر صدراعظم تور ولګاوه چې له افراطي ډلې حماس سره یوې ممکنه هوکړې ته د رسېدو لپاره په خبرو کې یې په خنډ رامنځته کولو سره خپل لاسونه د یرغملو په وینو ککړ کړي او د دې ځوانانو د وژنې ګناه به په خپل ریکارډ کې د تور داغ په توګه ثبت کړي.