اقتصادي ستونزې؛ بوټ ګنډونکي: کاروبار ښه دی، خو ځینې خلک آن د زړو بوټانو د جوړولو وس هم نه لري

په کابل کې یو موچي د کار پر مهال

په افغانستان کې یو شمېر بوټ ګنډونکي وايي، که څه هم د بې‌وزلۍ د زیاتوالي له امله یې کاروبار ښه دی، ځکه خلک د نویو بوټونو د اخیستلو توان نه لري او خپل زاړه بوټان بیا بیا ترمیموي، خو زیاتوي چې یو شمېر خلک بیا آن د خپلو زړو بوټانو د جوړولو وس هم نه لري.

په افغانستان کې یو شمېر بوټ ګنډونکي یا په عامه اصطلاح موچيان، وايي چې ډېری خلک ورته د خپلو زړو بوټونو د ګنډلو لپاره ورځي.

دوی وايي، کاروبار یې نسبتاً ښه دی، خو ادعا کوي چې په تېرو درېیو کلونو کې بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ خلک دومره ځپلي چې ډېری یې آن د خپلو زړو بوټونو د جوړولو وس هم نه‌لري.

۸۰ کلن مقیم وايي، له ۴۰ کلونو راهیسې په کاپیسا ولایت کې د خلکو بوټان ګنډي.

هغه وویل: "د سهار له اتو بجو څخه د ماښام تر ٤، ٤ نيمو پورې راځم، شاوخوا ۴۰ کاله کېږي چې بوټونه ګنډم، زه ډېره سابقه لرم، ځکه ما ته ډېر بوټونه راوړي."

د کابل یوه څنډه کې موچي

رامش هم له شپږو کلونو راهیسې په نیمروز ولایت کې د موچيتوب تار او ستنې ته ناست دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل، پخوا به خلک ډېر يوازې د بوټانو د رنګولو لپاره راتلل، خو اوس یې هغه مشتریان هم ډېر شوي چې خپل زاړه بوټونه پرې جوړوي.

هغه زياته كړه چې ځينې دوی سره آن د خپلو زړو بوټونو د ګنډلو پیسې هم نه وي.

نوموړي زیاته کړه: "دا کار چې موږ کوو په ۵٠ یا ۴۰ افغانيو، د تار او د بوټ ګنډلو نور وسايل هم اخلو چې مصرف لري، د ځای کرایه هم ښاروالۍ ته ورکوو، ځينې مني ځينې يې نه مني، ځينې همغه شلېدلو بوټانو ته ترجیح ورکوي او موږ ته ۵٠ افغانۍ نه راکوي."

یو شمېر کورنۍ هم ادعا کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بې‌کارۍ د زیاتېدو له امله د دوی ګټه وټه او عاید کم شوی دی.

د دوی په خبره، د اقتصادي ستونزې او د خپلو لویو کورنیو له امله د نويو بوټونو او جامو د پېرلو توان نه لري او په زړو ګوزاره کوي.

صدیقه وايي: مال د خدای اته ماشومان لرم نو بوټونه يې چې زاړه شي مجبوره یم چې موچي ته یې ورکړم چې جوړ يې کړي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکې او د اتو ماشومانو مور، صدیقې ازادي راډیو ته وویل: "اقتصادي وضعیت خراب دی، د ماشومانو بوټونه چې زړېږي توان يې نه‌لرو چې نوي بوټان ورته واخلو. مال د خدای اته ماشومان لرم نو بوټونه يې چې زاړه شي مجبوره یم چې موچي ته یې ورکړم چې جوړ يې کړي."

د کابل اوسېدونکې حمیرا هم وايي، نهه ماشومان لري او مېړه د ورځې یوازې ۲۰۰ افغانۍ کار کوي.

نوموړې هم وايي، خپل ځان او ماشومانو ته د نويو بوټونو د اخیستو وس نه لري او زاړه هغه بیا بیا د جوړلو لپاره موچي ته وړي.

هغه وايي: "اقتصادي وضعیت مې ښه نه دی، نهه ماشومان لرم او خاوند مې د ورځې ٢٠٠ روپۍ کار کوي کله هغه هم نه وي، تل شکایت کوي، د بوټانو د جوړولو لپاره موچي ته ځو کله د هغې پیسې هم نه وي، بس نو په یو رقم چاره کوو."

بوټ ګنډونکي یا موچيان، چې کار یې د استفاده شویو بوټانو ترمیم او رنګول دي، په داسې حال کې د خپل کاروبار د نسبي ښه‌والي خبره کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کسبګرو په ګډون ډېری خلک له بې‌کارۍ او د خپل کاروبار له پیکه کېدو شکایت کوي.

خو په ورته وخت کې د بوټ ګنډونکو دا څرګندونې د هغو کورنیو کې د بې‌وزلۍ شدت څرګندوي چې ان د نویو بوټونو د اخیستلو توان نه‌لري او د دوی لپاره یوازېنۍ لاره دا ده چې خپل زاړه بوټان ترمیم او خپلې پښې پرې پټې کړي.