د طالبانو لوی درستیز: ټي‌ټي‌پي د پاکستان له خاورې خپل بریدونه تنظیموي

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" له لوري د افغانستان له خاورې د بریدونو د تنظيم په اړه د پاکستان د صدراعظم د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي، د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر دوى بریدونه تنظیموي، بې بنسټه دي.

د دې وزارت لوى درستريز قاري فصيح‌الدين فطرت د چهارشنبې په ورځ "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نامه خبري غونډې ته وويل چې"‌ټي‌ټي‌پي" په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري.

قطرت وايي: ټي‌ټي‌پي په‌خپله پاکستان کې ښکاره اډې لري او له هغه ځايه د پاکستان پر پوځ او د پاکستان پر حکومت بریدونه او عمليات کوي.

نوموړي په دې اړه وویل: "د پاکستان له‌خوا څو ځله دا ډول ادعاوې شوي چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې حضور لري، خو پاکستان د دې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅکله کوم شواهد نه دي وړاندې کړي. ټي‌ټي‌پي په‌خپله پاکستان کې ښکاره اډې لري او له هغه ځايه د پاکستان پر پوځ او د پاکستان پر حکومت بریدونه او عمليات کوي."

هغه وويل چې هيڅوک نه شي ثابتولاى چې "ټي‌ټي‌پي" په افغانستان کې مراکز لري او هيچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوى درستیز وويل، اړینه نه ده چې پاکستاني چارواکي د خپلو کمزوریو پړه پر افغانستان واچوي او ووايي چې "ټي‌ټي‌پي" خپل بريدونه د افغانستان له خاورې تنظيموي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" خپل بریدونه له افغانستانه تنظیموي.

هغه د پاکستان په ځینو سيمو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي: "ترهګرو بې ګناه پاکستانیان ووژل او دا له هیچا پټه نه ده چې دا ترهګر بل څوک نه ټي‌ټي‌پي ډله ده چې له افغانستان څخه فعالیت کوي."

خو یو شمېر پوځي شنونکي بيا وايي چې پاکستاني طالبان د طالبانو د حکومت په همکاري په افغانستان کې حضور لري او پخوا یې هم په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

شنونکي محمد نعیم غیور وویل: "له بده مرغه دا یو ښکاره حقیقت دی له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان پيدا شوي، پاکستاني طالبان آن د د دوى پخوانۍ واکمنۍ جګړو کې هم د طالبانو تر څنګ وو او مړي يې هم ورکړي، زه فکر نه کوم چې طالبان وکولى شي چې پاکستاني طالبان دې له ځانه لیرې کړي."

خو بل پوځي شنونکى احمد خان اندړ ادعا کوي چې ټولې ترهګرې ډلې او اسلامي خوځښتونه د پاکستان د استخباراتو او پوځ کار دی او دا مهال په خپل منځ کې سره جوړ نه دي.

بلوچستان کې تېره ورځ وسله‌والو د برید له کبله لسګونه کسان وژل شوي او یو شمېر موټرو ته یې اور هم اچولی و.

شاوخوا شل ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ لوى درستیز جنرال عاصم منیر هم په افغانستان کې پر طالبانو غږ وکړ چې د اسلام‌اباد پر ضد د پاکستاني طالبانو "ټي‌ټي‌پي" له ملاتړ کولو لاس واخلي.

ملګرو ملتونو هم د جولای په لومړیو کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې طالبانو د "ټي‌ټي‌پي" ملاتړ ته دوام ورکړی چې د پاکستان پر ضد د "ټي‌ټي‌پي" د بریدونو د زیاتوالي لامل شوی دی.

دغه راز د ملګرو ملتونو یوې څارونکې ډلې هم د پاکستاني طالبانو او القاعدې ترمنځ د ګډو اړیکو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې ډلو همکارۍ سیمې ته جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کړي دي.