کونړ کې د ځنګلونو د له‌منځه تلو اندېښنې؛ د سيمې خلک: ځنګلونه پر قومي تَړو او ناغو ساتو

د کونړ ځنګلونه، چې تر ډېره له‌منځه تللي دي.

د کونړ چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په خپله سیمه کې يې د نښترو او څېړيو ځنګل پر قومي تَړو او ناغو ساتلی دی.

د دوی په خبره، چې د کونړ په ډېری سیمو کې په تېرو نژدې څلورو لسیزو کې په زیاته اندازه ځنګل وهل شوی او ډېری يې پاکستان ته په قاچاقي ډول انتقال شوی دی، خو دوی چاته اجازه نه‌ده ورکړې چې ځنګل ته يې زیان ورسوي.

دوی دا هم وايي، چې د طبیعې افتونو او اور لګېدنې له امله یو څه ځنګل له‌منځه تللی دی، چې د بیارغونې غوښتنه یې کوي.

"چې څوک کور جوړوي نو شورا ته به عریضه کوي، شورا راځي ابادي ګوري، چې څومره لرګي په‌کې لګیږي شورا ورته د هم هغه اندازه لرګیو اجازه ورکوي
رحيم ګل، د سيمې اوسېدونکی

د چپې درې ولسوالۍ قومي مشر حاجي نصرالله خان ساپی خپله سيمه کې په قومي تړو او ناغو د ځنګل ساتني په اړه وايي: "دلته موږ اوس هم ځنګلونه په ناغو ساتو، که څوک د څېړۍ یا د نښتر ونه ووهې موږ ترې ډېر سخت جرم اخلو، ترې یو غوايي یا د هغې په اندازه پيسې اخلو، خلک ناغه کوو او هیڅوک بوټو سره ظلم نه‌شي کولی."

د همدې سيمې بل اوسېدونکی رحیم ګل وايي، د ځنګل په وهلو قوم دومره کلک بندیز لګولی چې د سوند لپاره هم څوک ونې نه‌شي وهلی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "چې څوک کور جوړوي نو شورا ته به عریضه کوي، شورا راځي ابادي ګوري، چې څومره لرګي په‌کې لګیږي شورا ورته د هم هغه اندازه لرګیو اجازه ورکوي، هغه بیا غره ته ځي په ځنګل کې وچ نښتر پسې ګرځي، هغه به په تبر وهي او په برقي ارې د ونې پرې کولو اجازه نه‌شته، مخکې به موږ د څېړیو ونې د سوند لپاره وهلې او په خوړ کې به مو راوړلې اوس هغه هم بندې شوي دي."

د کونړ ځنګلونه، چې تر ډېره له‌منځه تللي دي.

خو د دغو ځايي اوسېدونکو په خبره تېرو کلونو کې وچکالیو او په‌کې لګېدلو اورونو د ځنګل یو شمېر برخې تخریب کړي او رغونې ته اړتیا لري.

د سیمې یو اوسېدونکی فیض‌الرحمن وايي: "په چپه دره کې چې په تېرو کلونو کې کوم ځنګلونه سوځېدلي دي، باید دې ته د ځنګل د بیا احیا پروژې پیل شي، سوځېدلي ځنګلونه باید بېرته ورغول شي او مصنوعي ځنګلونه په‌کې کېنول شي، که چېرته دغه پروژې پلې شي نو له یوې خوا به تخریب شوی ځنګل بېرته ورغول شي او له بل پلو به د چپې درې غریب ولس ته په‌کې کار پيدا شي."

فیض‌الرحمن زیاتوي، ځنګلونه ملي پانګه ده، زیاتې ګټې لري او ساتنه يي هم د حکومتونو او قومونو ګډه دنده ده .

هغه وايي: "کله چې ځنګلونه روغ وساتل شي د سېلابونو د شدت او افتونو مخه نیسي، زراعتي ځمکې او خاوره له تخریب ساتي، په غرونو کې واورې ژر نه ویلي کېږي، سيمه ورسره زرغونه او ښکلې وي او همدا راز د صحت لپار هم زیات ګټور دي."

د کونړ ځنګلونه، چې تر ډېره له‌منځه تللي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې سېلابونو د کونړ د ګاونډ ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونو سخت وځپل او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

هڅه مو وکړه چې په کونړ کې د چپې درې د اوسېدونکو د یادو غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست چارواکي وپوښتو، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

خو له‌دې وړاندې یادو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي و چې، د ځنګل ساتنې او بیا رغونې لپاره يي ګڼې شوراګانې رامنځته کړي او یو شمېر هغو ته يي د بوټو روزنې قوريي هم جوړې کړي.

دوی دا هم ویلي وو، چې یادو شوراګانو ته دنده سپارل شوې چې روزل شوي نیالګي په ځنګلونو کې نهال او ترې ساتنه هم وکړي.