کندهار کې د معلولینو اقتصادي ستونزې؛ عبدالهادي: د دوکاندارانو او ډاکتر پوروړی یم

په کندهار کې یو شمېر معلولین

په کندهار کې معلولین وايي، نه یې کلني امتیازات پر وخت دي او نه هم نورې مرستې ورته رسېږي چې له امله يې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په کندهار کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله د معلول شویو کسانو شمېر زرګونو ته رسېږي چې ډېری یې دا مهال په بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوي.

پر عبدالهادي ۳۳ کاله مخکې د ماین چاودنه شوې، خو لا یې هم په پرې شوې پښه کې پرزې بندي پاتې او کله نا کله يې ځوروي.

هغه چې د روسانو سره د جګړې پر مهال پرې ماین چاودلی او دواړې پښې يې پرې شوي دا مهال په بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوي.

د ده په خبره، په کورنۍ کې بل د ګټې وټې کس نه لري او دی هم د کار کولو نه دی.

عبدالهادي زیاتوي: "زه د کور سرپرست یم، زموږ ژوند په کړاو کې دی، طالبانو د یونیم کال راهیسې زموږ پیسې بندې اچولي، زما د کلي د دوکاندارانو او ډاکتر څخه پوښتنه وکړئ چې زه يې پوروړی یم."

معلولین وايي، د نوي حکومت په راتلو سره يې کلني امتیازات پر وخت نه ورکول کېږي چې له امله يې دوی د ستونزو سره مخ دي.

په کندهار کې معلولین

د نورعلي په نوم یو بل معلول د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې کلنی معاش دې پر وخت ورکول شي څو دوی خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.

نورعلي زیاتوي: "په یوه سترګه او یوه لاس معذوره یم، خواري نه‌شته، د تېر کال نیمي تنخواوي یې راکړي، نیمې پاتې دي، د سږ کال دا خو مو تر اوسه یوه روپي هم نه ده لیدلې."

معلولین وایي، نه یوازې مالي امتیازات پر وخت نه ورکول کېږي، بلکې د ټولنیز ملاتړ او فزیکي پاملرنې نشتوالي هم د دوی ژوند د کړاوونو سره مخامخ کړی.

د نصرالله په نوم یو بل معلول ازادي رادیو ته وویل چې دوی ته د روغتیایي خدمتونو او درملنې زمینه برابره نه ده او د خپلي کورنۍ د غړو د درملنې پیسې نه لري.

نصرالله وايي: د کوچني اختر راهیسې مې کوچنیان په میرویس روغتون کې پراته دي، دومره پیسې ولاکه لرم چې شخصي روغتون کې یې تداوي وکړم.

نصرالله وايي: "اقتصادي ستونزې لرو، معاشونه مو بند دي، د کوچني اختر راهیسې مې کوچنیان په میرویس روغتون کې پراته دي، دومره پیسې ولاکه لرم چې شخصي روغتون کې یې تداوي وکړم."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کندهار معلولینو ریاست د مسوولانو نظر هم واخلي، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې خبرو ته حاضر نه شول.