چارواکي: په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګېدنې لسګونه میلیونه افغانۍ زیان اړولی

Your browser doesn’t support HTML5

د هرات د اسلام قلعې په ګمرګ کې دوه ورځې وړاندې پراخه اور لګېدنه رامنځته شوه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د هرات د ګمرګ د ځايي چارواکو له قوله ویلي وو چې د دغه اور لګېدنې له امله چاته مرګ‌ژوبله نه وه اوښتې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د هرات ولایت د اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګېدنې له امله سوداګرو ته لسګونه میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د دغې خونې مرستیال یونس مومند وايي، که څه هم تراوسه دلته د رامنځته شويو زیانونو په اړه کره معلومات نه‌شته، خو د لومړنیو څېړونو له مخې افغان سوداګرو ته لسګونه میلیونه افغانۍ زیانونه اوښتي دي.

هغه په دې اړه ازدي راډیو ته ووویل: د لوېدیځ زون د سوداګرۍ خونې مشرتابه په دې کار کوي چې د زیانونو کره شمېر معلوم کړي، موږ چې تېره ورځ وکتل تاوانونه نږدې لسګونه میلیونه وو، خو لا هم په دې اړه کره معلومات نه‌شته، موږ هڅه کوو چې په دې اړه د کره شمېرو معلومې کړو ځکه چې ټول ارقام په ډېټابېس کې ثبت دي."

هغه دغه شان ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت اړوندې ادارې هڅه کوي چې د افغانستان په ګمرکونو کې د اور وژنې او اطفائيې اسانتیاوې برابرې کړي.

یونس مومند

که څه هم د اور لګېدنې لامل له رسنيو سره تر اوسه نه دى شريک شوى، خو د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د زمري په ٢۵مه د هرات د ګمرک د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې دغه اور لګېدنه د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې وه.

د هرات د سوداګرۍ خونې مرستیال احمد سعید صدیقي پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د اسلام قلعه ګمرک په معیارنو برابر نه دى جوړ شوى دی.

صدیقي وویل: "هغه څه چې موږ په ګمرک کې وليدل، کوم هنګرونه چې هلته جوړ شوي او مالونه په‌کې کېښودل کېږي ټول هغه هنګرونه دي چې ۴٠، ۵٠ کاله وړاندې جوړ شوي وو، زموږ هنګرونه معياري او د سټنډرډ مطابق نه دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي چې د اسلام قلعه په ګمرک کې له افغانستان سره ګډه پوله لري، هم د اور لګېدنې له امله د رامنځته شوي زیان په اړه غبرګون ښودلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سکرتر او د سویلي اسیا لپاره د دغه وزارت مرستیال سید رسول موسوي په خپله ايکس‌پانه لیکلي چې د دغه ډول پېښو اصلي قربانیان خلک او سوداګر دي.

هغه دغه شان ويلي چې ایران په کراتو دا وړاندیز کړی چې په بېړنيو حالتو کې د مرستې رسولو په برخه کې دې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه د افغانستان اړخ ته لازم تدابیر ونیول شي.

د هرات د اسلام قلعې په ګمرګ کې دوه ورځې وړاندې پراخه اور لګېدنه رامنځته شوه.

Your browser doesn’t support HTML5

په اسلام‌قلعه ګمرک کې اور لګېدلی

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د هرات د ګمرګ د ځايي چارواکو له قوله ویلي وو چې د دغه اور لګېدنې له امله چاته مرګ‌ژوبله نه وه اوښتې.

خبر ځاى دغه شان د سوداګرو له قوله ویلي وو چې د هرات ګمرک ۹ هنګرونه سوځېدلي دي.

د يادونې ده چې طالبانو په بیا ځلي واکمنۍ کې تر دې وړاندې په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان سوداګرو توکي د نامعلومو دلایلو له کبله سوځېدلي چې په اړه يې نه هم له رسنیو سره کافي معلومات شریک شوي او نه هم د یادو پیښو لاملونه معلوم شوي دي.

ویل کېږي چې د هرات د اسلام قلعې په ګمرګ کې اور لګېدنه هغه مهال رامنځته شوې وو چې رخصتي وه او کارکوونکي په ګمرک کې نه وو.