د ۲۰۲۴ کال المپيکي لوبې پای ته ورسېدې؛ کوم هېواد تر ټولو ډېر مډالونه وګټل؟

د ۲۰۲۴کال د المپيک سيالۍ په فرانسه کې ترسره شوې.

د پاریس دوبنی المپیک بلآخره تر شاوخوا ۱۵ ورځو وروسته پای ته ورسېد.

د المپيک نړیوالې کمېټې د معلوماتو پر اساس په دغو سیالیو کې د شاوخوا ۲۰۶ هېوادونو نږدې یوولسو زرو ( ۱۰۷۱۴) لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د پاریس په المپیکي لوبو کې په ټیمي لحاظ تر ټولو زیات مډالونه امریکا وګټل.

امریکا څلوېښت د سرو زرو، ۴۴ د سپينو زرو او ۴۲ د ژېړو/برنزو مډالونه خپل کړل چې ټول ټال یې د مډالونو شمېر ۱۲۶ ته رسېږي او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

د پاریس په المپیکي لوبو کې په ټیمي لحاظ تر ټولو زیات مډالونه امریکا وګټل.

دویم ځای چین خپل کړل چې که څه هم د سرو زرو مډالونه یې د امریکا په څېر ۴۰ وو خو د نقرې او برنزو مډالونه یې کم وو او جمعاً یې ۹۱ مډالونه وګټل.

کوربه فرانسه په ۶۴ مډالونو پنځمه شوه، ۱۶ د سرو زرو، ۱۹ د سپینو زرو او ۲۲ د برنزو مډالونه یې وګټل.

په دغه المپيک کې ټول ټال ۸۶ هېوادونو مډالونه وګټل چې زامبیا د یوازې یوه برنز مډال په ګټلو وروستی مقام خپل کړ.

د افغانستان شپږ لوبغاړي هم په دغو المپيکي لوبو کې برخه اخیستې وه.

فریبا هاشمي او یولدوز هاشمي د بایسکل چلونې، کیمیا یوسفي او شاه محمود نورزهي د سل متره منډې یا اتلتیکس، فهیم انوري د ۵۰ متره لامبو او صمیم فیض‌زاد د جودو په برخه کې ګډون کړی وو.

که څه هم ځینو دغو لوبغاړو له هغې ډلې د منډې په برخه کې شاه محمود نورزهي خپل پخواني ریکارډونه مات کړل خو یو هم د مډال په ګټلو بریالی نه‌شو.

افغان لوبغاړو په يادو سياليو کې هيڅ مډال ترلاسه نه‌شو کړای.

نجونو لوبغاړو بیا په‌دې المپيک کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړ.

کیمیا یوسفي د لوبې تر پای ته رسېدو وروسته په یوه شعار سره ټینګار وکړ، چې د نجونو لپاره باید د تعلیم او ورزش حقونه تامین شي.

افغان بریک ډانسرې منيژې تلاش چې د کډوالو په ټیم کې برخه اخیستې وه، په‌دې خاطر چې د بریک ډانس یا ورزشي نڅا د لوبې په سټيج یې د افغان ښځو د ملاتړ شعار ورکړ د لوبې له دوامه محرومه شوه.

هغې تر خپلو اصلي جامو لاندې په یوه ټوکر چې وروسته یې په ځان تاو کړی وو په انګلیسي لیکلي وو چې: Free Afghan Women یا افغان ښځې ازادې کړئ.

په‌دې سربېره د پاریس المپيک له نورو حاشیو سره هم مخ وو.

یوه د الجزایر د بوکسرې ایمان خلیف وه چې ګڼو خلکو یې په ښځینه‌توب او جنسیت شکونه څرګندول.

ایمان خلیف بلآخره له ټولو نظرونو سره سره د بوکس په میدان کې خپلې ټولې سیالانې ماتې او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

د المپيک سياليو اختتاميه مراسم

هغې د شنبې په ورځ له ایکس ټولنیزې شبکې هم د فرانسې په محکمه کې شکایت وکړ چې د دې پر ضد یې منفي تبلیغات کړي او دا یې ځورولې ده.

د پاریس د المپیک تر پای ته رسېدو یوازې څو ساعته مخکې هم یوه بله جالبه او حیرانوونکې پېښه وشوه.

یو سړی چې کمیس یې نه و اغوستی د پاریس لوړ ټاور ته د ختلو په حال کې ولیدل شو.

پولیسو د دې ټاور له شاوخوا او دننه خلک وایستل څو د هر ډول ناڅاپې پېښې مخه ونیسي.

په‌دې سره د پاریس المپيک پای ته ورسېد او بل وار المپیک به د امریکا د لاس انجلس ښار په کوربه‌توب ترسره شي.