د ملګروملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له استرالیا غوښتي، چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له لوري د بېګناه ولسي وګړو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت د ورکولو په برخه کې خپله ژمنه ژر تر ژره ترسره کړي.
په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له لوري د وژل شویو ۳۹ بندي ولسي وګړو کورنیو ته د غرامت په ورکړه د ملګروملتونو د سازمان ټینګار.
د دې سازمان د کارپوهانو ډلې په یوه اعلامیه کې چې، پرون چهارشنبه د اګسټ په اوومه یې خپره کړې ویلي، استرالیا دې پهدې برخه کې خپله کړې ژمنه ژر تر ژره پوره کړي.
په اعلامیه کې د قربانیانو له ډلې د نظر ګل یادونه هم شوې چې، درې مېرمنې یې درلودې او د ۱۷ ماشومانو پلار و.
د ملګروملتونو د سازمان د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي دي، ځینې قربانیان تر وژل کېدو مخکې شکنجه شوي وو.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، اسټرالیا دنده لري چې د بشري حقونو د نړيوال قانون لهمخې د دغو قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي، هغه چې د ۱۲ کالو په تېرېدو لا هم نهدی ورکړل شوی.
د اعلامیې په ټکو دا د منلو وړ نهده چې، د وژل شویو قربانیانو کورنۍ چې له یوې لسيزې راهیسې د افغانستان په کلیو کې سخت ژوند لري، په بېوزلۍ کې پرېښودل شوي دي.
په اعلامیه کې د قربانیانو له ډلې د نظر ګل یادونه هم شوې چې، درې مېرمنې یې درلودې او د ۱۷ ماشومانو پلار و.
د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې نیوکه کړې او ویلي یې دي، استرالیا دغه غرامت یا تاوان ته د خیریه مرستو په څېر ګوري، پهداسې حال کې چې دا د نړیوال قانون لهمخې د قربانیانو حق دی.
دغو کارپوهانو دا هم ویلي، استرالیا باید د غرامت د ورکړې تر څنګ د قربانیانو له کورنیو بښنه وغواړي.
په همدې حال کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ چې د دغه کارپوهانو د ډلې غړی دی، پر خپله ايکسپاڼه په یو بیان کې لیکلي، د استرالیا په حکومت غږ کوي چې د ۳۹ قربانيانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د استرالیا حکومت وموندله چې د دوی ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ ولسي وګړي چې له دوی سره بندیان وو، وژلي دي.
لهدې وروسته استرالیا پرېکړه وکړه چې زیانمنو کورنیو ته به تاوان ورکوي.
هڅه مو وکړه چې د استرالیا له لوري د وژل شویو بېګناه ولسي وګړو له کورنیو سره هم خبرې وکړو، خو ونه توانېدو خو د یو شمېر قربانیانو کورنیو لهدې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې پهدې برخه کې د استرالیا د حکومت څېړنې یو طرفه او د دوی غږ پهکې نهدی اورېدل شوی.
د افغانستان د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ یو اوسېدونکي عبدالطیف چې پلار یې پهدې ولایت کې د مېشتو استرالیايي ځواکونو له لوري وژل شوی و، ازادي راډيو ته ویلي وو: "دلته په زرګونه کسان وژل شوي، افغانان په وحشیانه ډول وژل شوي دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې پهدې ۳۹ کسانو کې زما پلار شته کنه، اړتیا خو دا وه چې دوی راغلي وای او له ټولو خلکو نه یې پوښتنه کړي وای او له نږدې یې څېړنې کړي وای."
په دې اړه نور: افغانستان کې جنګي جنايتونه؛ اسټراليا د قربانيانو کورنيو ته د غرامت ورکولو په لټه کې دید ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې هم ویلي چې، د استرالیا حکومت تر دې دمه د خپلو پلټونو، محاکمو، یا پوځي اصلاحاتو په اړه د قربانیانو کورنیو ته معلومات نهدي ورکړي او نهیې هم دوی ته د استرالیا د محکمو په بهیر کې د ګډون اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د حقوقي چارو پوه حکمتالله حکمت وايي، دا چې په افغانستان کې طالبان حاکمان او حکومت یې له نړۍ سره هیڅ ډول ډیپلوماټیکي اړیکي نهلري، اړتیا ده چې د قربانیانو د کورنیو په استازولۍ درېیمګړی نړیوال ادرس رامنځته شي.
اړتیا ده چې پهدې برخه کې یو درېیمګړی نړیوال ادرس رامنځته او د قربانیانو له حقونو دفاع وکړي."حقوقي کارپوه حکمتالله حکمت
نوموړی وايي: "له بدهمرغه په افغانستان کې اوسنی حاکمیت چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني، او دغسې یو حقوقي باور نهلري چې د خپلو وګړو په استازولۍ له هغو هېوادونو سره چې د ناټو تر مشرۍ لاندې یې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي بحث وکړي، نو اړتیا ده چې پهدې برخه کې یو درېیمګړی نړیوال ادرس رامنځته او د قربانیانو له حقونو دفاع وکړي."
د ۲۰۰۱م او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ ناټو ځواکونه چې د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې موجود وو، په دغه موده کې په کراتو د ځینو بنسټونو او وګړو له لوري پر جنګي جرمونو تورن شوي دي.
اسټرالیا د نړیوالو ځواکونو په ډله کې شاوخوا ۴۰۰ عسکر افغانستان ته استولی وو.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له ټولو هغه دولتونو نه چې په افغانستان کې یې جګړه کړې غوښتي چې، د جنګي جرمونو هر ډول تورونه دې په بشپړه توګه وڅېړي.