د امو سيند اوبو کچې لوړېدل؛ د سيمې خلک: زرګونه جريبه ځمکه مو ويجاړه شوې

د اموسیند غاړې

د امو سیند پر غاړه د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي وايي، د امو سیند د اوبو د ډېرېدو له کبله یې زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې او ډېر خلک مجبوره شوي چې نورو سیمو ته کډه وکړي.

په کندوز او بلخ ولایتونو کې د امو سیند پر غاړه د پرتو کلیو اوسېدونکي وايي چې، زرګونه جریبه ځمکې یې د امو سیند اوبو لاندې کړي دي.

دوی وايي، سږنیو ورښتونو د امو سیند د اوبو سطحه لا لوړه کړې او ډېرې کرنیزې ځمکې یې له خطر سره مخامخ کړي.

د طالبانو حکومت هم تاییدوي چې د امو سیند د اوبو د زیاتېدو له کبله نه یوازې کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي، بلکې د افغانستان او منځنۍ اسیا د درې هېوادونو ترمنځ یې سرحدي نښې پاکې کړي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وايي، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د پولې نښې د سېلونو له امله له‌منځه تللي او بیا به وټاکل شي.

د منځنۍ اسیا د اې کې آی پریس اژانس د پروني راپور له‌مخې منصور وویل، د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ د سرحدونو د ټاکلو چارې به چې له سېلونو وروسته ناڅرګندې شوي، د یوې نوې ستراتېژۍ له‌مخې ترسره شي.

نوموړي د سرحدونو د بیارغونې د نوې ستراتېژۍ په اړه جزیات ورنه کړل.

منصور وویل، د خپل مشر په لارښوونه جوړ شوی پلان به د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ عملي شي.

د امو سيند

د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ځلونو د افغانستان لور ته د امو دریا د مسیر د بدلېدو په اړه راپورونه خپاره شول او ځايي اوسېدونکي وايي، هر کال امو دریا د افغانستان لور ته پراخیږي چې ورسره د افغان کروندګرو زرګونه جریبه ځمکه لاندې کوي.

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید وايي: "خساره بیخي ډېره ده، په زرهاو جریبه ځمکه له‌دې خوا نه هاخوا ته اوښتي، د چا ځمکې نورو ته اوښتي، د چا ځمکې سیند کاملاً یووړې، بیخې لاهو شوې."

"خساره بیخي ډېره ده، په زرهاو جریبه ځمکه له‌دې خوا نه هاخوا ته اوښتي
جاوېد د کندز اوسېدونکی

جاوید وايي چې، د امو سیند اوبه جګې شوي او که یې چاره ونه‌شي نورې ځمکې به هم لاندې کړي.

د امام صاحب یو بل اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي، د اوبو د سطحې د لوړوالي له کبله ډېر خلک محبوره شوي چې کډه وکړي.

هغه وايي: "د امو سیند اوبه نن سبا بیخي ډېرې شوي او ډېرې ځمکې یې تخریب کړي دي. په‌دې څو کلونو کې چې ځینې ځمکې له سینده پاتې وې، خلکو په‌کې ډېرې خوارۍ وکړې هغه بېرته سیند لاندې کړي دي او نورې يې هم پسې وړي، زیاتو کورونو ته اوبه رانژدې شوي دي."

د افغانستان د جمهوري حکومت پر مهال د امو سیند د غاړو د استحکاماتو لپاره یوه اندازه بوديجه په پام کې ونیول شوه او یو لړ کارونه وشول، خو په امام صاحب او شېرخان بندر کې د امو سیند غاړې ته د نژدې سیمو اوسېدونکي وايي، چې اساسي کار نه‌دی شوی او جوړ شوي استحکامات اوبو وړي دي.

د امو سيند

د شېرخان بندر اوسېدونکی نورالله له طالب چارواکو غواړي چې د امو سیند د اوبو د مخنیوي لپاره د سیند په غاړه استحکامات ډېر کړي.

نورالله وايي: "زموږ غوښتنه ده چې دا ستونزه حل شي، زموږ کورونه او زراعتي ځمکې او باغونه له مشکلاتو سره مخامخ دي، نو خدای دې وکړي چې ژر تر ژره د دې ستونزې غم وخوړل شي."

د بلخ ولایت د شورتېپې او کلدار ولسوالیو اوسېدونکي هم وايي، د افغانستان لور ته د امو دریا د بهیر د ماتېدو د مخنیوي لپاره له هلوځلو سره سره د دوی ځمکې او کورونه د اوبو له خطر سره مخامخ دي.

دوی وايي چې، وروستیو سېلونو سخت زیانونه وراړولي دي، کورونه، ښوونځي، جوماتونه او کرنیزه ځمکه یې ورویجاړه کړې ده.

سږني ورښتونه، چې د حوت له میاشتې پیل شوي، په څلورو لسیزو کې بې‌ساري بلل شوي دي.

د دغو ورښتونو په نتیجه کې سېلونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان مړه کړي او زرګونه هتکاره کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.