د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د امو سيند د اوبو د كنټرول پروژه لاسليك شوه


د اوبو او انرژۍ وزیر د اروپايي کمیسون له استازي سره د تړون د لاسلیک پرمهال.
د اوبو او انرژۍ وزیر د اروپايي کمیسون له استازي سره د تړون د لاسلیک پرمهال.

د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير او د اروپايي كمېسيون استازي د امو سيند د اوبو د كنټرول او نظم د همكارۍ تړون ليك لاسليك كړ، چې په دې پروژې څه دپاسه پنځ ويشتو ميليونو يورو په لګښت راځي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواكي وايي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د امو سيند د اوبو د بيځايه كېدو مخ ونيول شي او د اوبو په دې نظم سره به ډېرې مځكې د اوبو څخه برخمني شي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل د يكشيبې په ورځ د دې تړون ليك د لاسليك پر مهال داسې وويل:

"موږ او تاسو نن د اوبو د پنځو سيندونو او امو د تړون ليك په حالت كې يو او اروپايي كمېسيون په دې برخه كې ډېره ښه مرسته كړې ده.

د افغانستان په شمال كې د پنځو ولايتونو د اوبو نظم په عصري او انجينري ډول سره جوړېږي او نن موږ د اوبو پر ۷۴ پروژو كار كو، چې په عصري او انجينري ډول سره به جوړشي."

دغه پروژه به د پنځويشتو ميليونو او پنځه سوه زرو يورو په لګښت سره په پنځه كاله كې بشپړه شي.

د دې پروژې لومړۍ تړون په ۱۳۸۳ كال كې لاسليك شوى، چې له مخې يې د افغانستان په شمال كې د امو سيند د اوبو د نظم لپاره ډېرې هڅې شوي.

په افغانستان كې د اروپايي كمېسيون استازى ډاكتر هاتسبورګ كرتشمر وايي، دوى هيله لري، چې په دې برخه كې زياتې مرستې وكړي:

"دغه تړون ليك چې نن لاسليك سو ۲۵،۵ ميليونه يورو لګښت لري، د پرمختګ په كارو كې پيسې ارزښت نه لري، بلكي خپله د پروژې كيفيت او لاسته راوړنه مهمه ده، نو ځكه د اوبو لګولو پخوانۍ پروژې بيا جوړوو."

په افغانستان كې د اوبو د منظمو بندونو په نه لرلو سره دا اندېښني خورا ډېرې دي، چې د افغانستان اوبه بې ځايه كيږي او يا هم ګاونډيو هيوادونو ته ځي او خپله د هېواد مځكې د اوبو په نه لرلو سره ويجاړي دي.

افغان كارپوهان وايي، چې د افغانستان د اوسنيو اوبو په سمو لګولو او كنټرول سره كېداى شي هېواد د كرهنې له مخې څه ناڅه پر پښو ودرېږي.

خو د دوى په خبره چې د افغانستان د اوبو يوه لويه برخه اوس مهال ايران او پاكستان ته ځي او د امو پر پنځو سيندونو كنټرول نشته.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواكي وایي، چې په دې لاره كې ډېرې هڅې كوي تر څو د هېواد پر اوبو كنټرول ولګوي او په منظم ډول سره ګټه ځني واخلي.

معصوم پښتون
XS
SM
MD
LG