هلمند ولایت کې د کبانو د فارمونو جوړول زیات شوي

د ماهيانو يو فارم، انځور له ارشيف

هلمند ولایت کې د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دوی سره څه له ۳۰۰۰ څخه زیات دغه فارمونه ثبت دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکی رحمت‌الله وايي، په مرکز لښګرګاه کې یې په شاوخوا پنځه جریبه ځمکه د کبانو د پالني فارم جوړ کړی دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "زه له تېرو شاخوا لسو کلنو راهیسې د کبانو فارم لرم، دغه فارم چې تاسو ګورئ اوس‌مهال په‌کې لس زره کبان شتون لري چې اوس نوي حاصل ته نږ دې او ۱۸ لکه افغانۍ مصرف مې تر دا مهال پرې کړی دی، دانه مې ورکړې، دولس تنه کارګران مې ورته ګمارلي دي."

په هلمند ولایت کې په وروستیو کلونو کې د کبانو د فارمونو جوړول زیات شوي.

په دغه ولایت کې د کبانو فارمونو ټولنې مشر حاجي قدرت‌الله وفادار وايي، په ډېر شمېر سره کسانو د کبانو روزنې ته مخه کړې او زرګونه فارمونه یې جوړ شوي، خو زیاتوي لویه ستونزه د کبانو د بچیو ده چې له پاکستان او نورو هېوادونو راوړل کېږي.

نوموړی وايي: "که دلته د کبانو بچیو لپاره یو فارم جوړشوي، نه یوازې هلمند ته به یې ګټه ورسیږي بلکې نورو ولایتونو به هم پر پښو ودرېږي، دا ځکه اوس د دې ولایت څخه زیات کبان کندهار، فراه، نیمروز، هرات او ان کابل ته وړل کېږي."

د ماهيانو د ساتنې يو ډنډ، ارشيف

هلمند کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د کبانو فارمونو د ودې او پراختیا خبره کوي، د دوی په خبره ۳۰۰۰ د کبانو فارمونه ورسره ثبت دي.

د دغه ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شاه محمدخان وايي، دغه فارمونه د مرکز لښکرګاه په ګډون په مارجې، نوزاد، کجکي، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

"زموږ سره معیاري ثبت او راجستر ۱۲۰۰ فارمونه دي او د دې ترڅنګ نور فارمونه هم موږ لرو او هغه په اساسي ډول نه‌دي جوړ
د هلمند کرنې رياست مسوولين

نوموړی زیاتوي، د کبانو بچیو لپاره د روزنې د یوه معیاري فارم جوړېدو په موخه د زون په کچه هڅې روانې دي چې ډېر ژر به هلمند کې پر پنځه جریبه ځمکه ورته یو فارم جوړ شي.

هغه وايي: "زموږ سره معیاري ثبت او راجستر ۱۲۰۰ فارمونه دي او د دې ترڅنګ نور فارمونه هم موږ لرو او هغه په اساسي ډول نه‌دي جوړ، ۱۸۰۰ په شاوخوا کې دي او په مجموع کې موږ په دغه ولایت کې ټول‌ټال ۳۰۰۰ فارمونه لرو، موږ فارم لرونکو ته هم لارښوونې کوو او هم مرسته ورسره کوو چې څنګه يي پالنه وکړي، دا فارمونه اکثر د کرنې ریاست ورته جوړ کړي."

د نوموړي په خبره، یوازې سږکال ۵۰۰ نور نوي فارمونه په معیاري ډول جوړ شوي دي.

په هلمند کې د کبانو د فارمونو په زیاتېدو سره د کبانو پلورونکو کاروبار هم ښه شوی دی.

هلمند ولایت کې دا مهال ۴.۵ کیلوګرامه کبان له ۷۵۰ افغانیو څخه نیولې بیا تر ۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

عبدالواحد او نقیب‌الله چې د هلمند سیند پر غاړه کبان پلوري او پخوي وايي، د هلمند ترڅنګ د نور ولایتونو خلک هم ورته راځي.

عبدالواحدی وايي: "اوس‌مهال زموږ کاروبار ښه دی، زموږ کار د مېله کونکو سره تړلی دی، دلته له هرات، کندهار او یو شمېر نور ولایتونو څخه هم خلګ راځي."

دغه راز نقيب‌الله ازادي راډيو ته وويل: "زما کاروبار د تېر کال په پرتله سږکال ښه دی، زه د میاشتې ۱۵ زره افغانۍ ګټم، زما مشتریان د ولسوالیو او یو شمېر نور ولایتونو څخه دي."

د هلمند کبان ځانګړی نوم لري او خلک یې ډېر خوښوي، په دغه ولایت کې دا مهال ۴.۵ کیلوګرامه کبان له ۷۵۰ افغانیو څخه نیولې بیا تر ۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي.