په کندهار کې د وطني کولرونو توليد زیات شوی دی

په کندهار کې د وطني کولرونو توليد زیات شوی دی

د یادو کولرونو یو شمېر وسايل بهرني او ځینې یې وطني دي، چې د هوا د سړولو لپاره د بهرنیو کولرونو ښه بدیل بلل کېږي.

محمد رضا د تېرو ۲۵ کلونو راهیسي د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ټک ټک بازار کې حلبي سازي کوي او له څو کلونو راهیسي په خپل دوکان کې وطني کولرونه هم جوړوي.

دی وايي چې، د ګرمۍ په موسم کې يې توليد او پېرودونکي ډېر وي.

محمد رضا ازادي راډيو ته وويل: "موږ د ګرمۍ په موسم کې کولرونه جوړوو او ډېری پېرودونکي لرو. دا کولرونه په کندهار کې جوړ شوي او د بهرنیو کولرونو ښه بدیل دي."

کندهار کې توليد شوي کولرونه د کندهار ښار او ولسوالیو ترڅنګ، زابل، روزګان، هلمند او فراه ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

د کندهاري کولرونو یو بل توليدونکي محمد اغا وایي، د دوی توليد کولرونه کم مصرفه او ډېر وخت لپاره کار کوي.

محمد اغا زیاتوي: "زموږ کولرونه کم مصرفه دي او اوږد مهاله کار کوي. دا کولرونه د هغو خلکو لپاره غوره انتخاب دى چې غواړي د برېښنا بیل کم کړي."

خلک وايي، دا کولرې د لګښت له اړخه ورته ارزانې تماميږي.

کندهار کې د جوړېدونکو کولرونو قيمت له ۱۰۰۰ افغانيو څخه نيولې بیا تر ۸۰۰۰ افغانیو پورې دی، چې له بهره د را وارد شوو کولرونو په پرتله ډېر ارزانه دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، وطني توليد کولرونه اقتصادي دي او د برېښنا په نشت کې د سولر په مرسته هم کار کولای شي.

دوی زیاتوي، د وطني کولرونو کیفیت باید د نړیوالو معیارونو سره سم وساتل شي ترڅو د پېرودونکو باور لا زیات شي.

شفیع‌الله د کندهار ښار اوسېدونکى وايي: "دا کولرونه اقتصادي دي او موږ کولی شو چې په سولر هم ترې استفاده وکړو، د بهرنیو کولرونو په پرتله ډېر ارزانه دي."

د دغه ډول کولرو توليدونکي وايي، د ګرمۍ په موسم کې يې توليد او پېرودونکي ډېر وي.

جاوید احمد، د کندهار یو بل اوسېدونکی وايي: "دا کولرونه د برېښنا په نشت کې هم کار کوي او موږ یې په سولر باندې چلوو، ډېر ښه کار کوي او اقتصادي دي."

کندهار کې مخکې کلونو کې وطني کولرونه ډېر کوچني او محدود ډولونه يې درلودل، خو اوس د وخت په تېرېدو یې جوړونکو ډول ډول نوښتونه کړي او ډېر لوی کولرونه هم جوړوي.

خلک وړاندیز کوي کوي چې د طالبانو حکومت او خصوصي سکتور باید د کولرونو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي ترڅو دا صنعت نور هم پراختیا ومومي.

دوى دا هم وایي، حکومت او اړونده بنسټونه دي د کولرانو د جوړولو تخنیکي زده‌کړو مرکزونه جوړ کړي ترڅو ځوانان په‌دې برخه کې مهارتونه ترلاسه کړي او د کار فرصتونه ورته برابر شي.