اسراییل نن یک‌شنبه د لبنان پر حزب‌الله ډلې د سختو بریدونو خبرداری ورکړی

د حزب الله جنګیالي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن یک‌شنبه له متحده‌ایالتونو څخه بېرته خپل هېواد ته ستون شو او له کابینې سره پر دې بحث کوي چې د حزب‌الله برید ته څنګه او څه ډول ځواب ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالنت د جولان په لوړو کې د پروني برید سیمه له نژدې کتلې او هلته یې خبریالانو ته ویلي چې، حزب‌الله ته پر یوه پياوړي ځواب غور کوي.

اژانس په لبنان کې د دوو سرچینو په حواله ویلي، تېره شپه هم اسراییلو د لبنان پر جنوبي سیمه یوشمېر بریدونه کړي دي.

د اسراییل پوځ هم د تېرې شپې بریدونه تایید کړي او ویلي يې دي، په لبنان کې يې دننه د حزب‌الله اهداف ویشتي دي.

د اسراییل پوځ زیاته کړې، پر حزب‌الله د دوی د لوړې کچې بریدونه د کابینې تایید ته اړتیا لري.

د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ کړکېچ وروسته تر هغه جدي شوی چې، حزب‌الله ته په منسوب یوه توغندییز برید کې د شنبې په ورځ د اسراییل تر واک لاندې جولان لوړو کې لږ تر لږه ۱۲ ماشومان او تنکي ځوانان ووژل شول.

د پرون ورځې دغه برید د مجدالشمس سیمې د دروز کلي کې د فوټبال پر یوه میدان شوی دی.

په دې اړه نور: د لبنان حزب‌الله ډلې د اسراييلو په ولکه کې "مجدال شمس" بريد کې لاس لرل رد کړي

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ویلي، برید د ( فلق-۱) ایراني ډوله توغندي په وسیله شوی او په خبره یې دغه توغندي د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې حزب‌الله سره دي.

حزب‌الله تر دې وړاندې د اسراییل دننه د پوځي اهدافو د په نښه کولو ادعا کړې، خو د فوټبال پر لوبغالي پروني برید کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د اسراییل پوځ بیا وایي، معلومات یې ښيي چې توغندی د لبنان له جنوبي سیمې څخه پر دوی توغول شوی دی.

په سیمه کې دغه وضعیت د ښکېلو یوشمېر اړخونو غبرګونونه هم پارولي دي.

امریکا دغه برید غندلی، خو په‌دې اړه د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې په مستقیم ډول حزب‌الله ډله نه‌ده تورنه شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا ویلي، له شواهدو ښکاري چې برید حزب‌الله کړی دی.

د لبنان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې همغږې کوونکې او په لبنان کې د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو مشرې "Jeanine Hennis-Plasschaert" بیا د اسراییل او لبنان ترمنځ پوله کې د لوړې کچې زغم غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني بیا ویلي، په لبنان کې د اسراییل هر ډول پوځي اقدام به (بې‌ساري عواقب) ولري.