د ملي بيرغ ورځ؛ يو شمېر افغانان: د طالبانو له ويرې مو دا ورځ يوازې په ټولنيزو رسنيو کې ونمانځله

د افغانستان ملي بيرغ

نن د زمري میاشتې اوومه چې د جولای له ۲۸مې سره سمون خوري، په افغانستان کې د ملی بیرغ ورځ ده.

ډېری افغانان وايي، د طالبانو حکومت له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله په ښارونو کې دا ورځ په ازاده توګه نه‌شي نمانځلی، خو په ټولنیزو رسنیو کې دا ورځ په پراخه کچه نمانځي.

یو شمېر ځوانان وايي، دا ورځ د دوی لپاره لا هم ارزښتمنه ده او ورته درناوی کوي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په‌دې راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل.

نړۍ افغانستان په درې رنګه بیرغ پېژني

هغه وايي: "له بده‌مرغه موږ اوس دا ورځ په ازاده توګه نه‌شو نمانځلی، خو د دې بیرغ سره هغه مینه او احساس چې لرو تل به زموږ په زړونو کې وي، که څه هم موږ دا ورځ په ازاده توګه نه‌شو نمانځلی خو بیا هم ټول افغانان همدا بیرغ د خپل ملي بیرغ په توګه پېژني."

د کابل یوه بله اوسېدونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، نړۍ افغانستان په درې رنګه بيرغ پېژني.

هغې ازادي راډيو ته وويل:"نړۍ افغانستان په درې رنګه بیرغ پېژني، د کرکټ، فوټبال، او المپیک په لوبو کې درې رنګه بیرغ هڅیږي او رپول کېږي، د دې لپاره چې نړۍ افغانستان په دغه درې رنګه بیرغ پېژنی، زما په نظر هر ګوند او هره ډله ځان ته بېل بېل بیرغونه لري خو زموږ ملي بیرغ، درې رنګه بیرغ دی."

د افغانستان ملي بیرغ چې تور، سور او شین رنګونه لري، د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۲۸ زيږدي کال کې د لویې جرګې له‌خوا تصویب شو.

افغان ځوان ارمان شينواری چې اوس په لندن کې ژوند کوي وايي، دا ورځ به د افغانستان د ځوانانو په استازيتوب په لندن کې نمانځي.

ښاغلی شينواری وايي: "موږ به پخوا په افغانستان کې د بیرغ ملي ورځ نمانځله، خپلو ملګرو سره به د وزیر اکبر خان غونډۍ ته ولاړو او د بیرغ د نوي کېدو په پروګرام کې به مو ګډون کاوه، زما خوښېدل چې دا ورځ له ملي ځواکونو سره ونمانځم او هغوی ته بیرغ ډالۍ کړم. اوس هم تصمیم لرو چې دا ورځ په لندن کې له ملګرو سره ونمانځو."

طالبانو تېر کال په‌دې ورځ د خپلو بېلابېلو چارواکو په حضور کې د کابل په وزیر اکبر خان غونډۍ کې د خپل حکومت سپین بیرغ د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای پورته کړ، چیرې چې هر کال د تېر جمهوري نظام د چارواکو له‌خوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې درې رنګه بیرغ نوی کېده.

په دې اړه نور: د افغانستان د 'ملي بيرغ' ورځ؛ ګڼو افغانانو پر ټولنيزو شبکو درې رنګه بيرغ بدرګه کړی

په‌همدې حال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري په فېسبوک کې یو کمپاین پیل کړی او له افغانانو یې غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې دې د ملي بیرغ د انځور په خپرولو سره دا ورځ ونمانځي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "نن ورځ د ملي او مسلکي سرتېرو په توګه دا زموږ مسوولیت دی چې دا بیرغ لوړ کړو، د اوسني شرایطو له امله موږ افغانانو وغوښتل چې دا ورځ د ټولنیزو رسنیو له لارې ونمانځو او تاسو شاهد يئ چې زموږ د پيغام په ترلاسه کولو سره ټول هغه افغانان چې خپل وطن سره مینه کوي د ملي سمبول په توګه د دې بیرغ ملاتړ کوي او دا ورځ نمانځي."

دا درېیم کال دی چې د ملي بیرغ ورځ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال رارسیږي.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل حکومت بیرغ چې سپین دی او د توحید کلمه په تور رنګ پرې لیکل شوې د افغانستان د درې رنګه بيرغ پر ځای په دولتي ادارو، د پوليسو په پوستو، پوځي تاسيساتو او د ولایتونو په څلور لارو کې پورته کړی.

په تېر حکومت کې د ملي بيرغ ورځ په شانداره مراسمو نمانځل کېده

د یادونې ده، هغو هېوادونو چې د طالبانو ډیپلوماتان يې منلي دي، په سفارتونو کې یې د طالبانو حکومت بیرغ پورته شوی.

په تېرو دریو کلونو کې د ملي بیرغ د ورځې د نمانځلو له امله د خلکو په وړاندې د طالبانو د ځواکونو د تاوتریخوالي او ناوړه چلند یو شمېر راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان ملي بیرغ چې تور، سور او شین رنګونه لري، د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۲۸ زيږدي کال کې د لویې جرګې له‌خوا تصویب شو.

د دې بیرغ تور رنګ د تیارو او ظلم د دورې، سور رنګ یې د ېیواد د دفاع په لاره کې د قربانیو او شین رنګ یې د افغانستان د ثبات او بریا استازیتوب کوي.