د اسراییلو پوځ نن خبر ورکړ چې له یمن څخه یو توغول شوی میزایل یې شنډ کړی دی.
اسراییلو نن وویل چې د هوايي مدافعې ځواکونو یې یو توغندی چې له یمن څخه پر دې هېواد توغول شوی و، شنډ کړی دی.
د یمن ایران پلوې حوثي ډلې هم نن تایید کړه چې د سره سمندرګي پر غاړه د اسراییلو د پراته ښار ایلیات پر لور یې ګڼ توغندلي ویشتلي دي.
له دې څو ساعته مخکې د اسراییلو جنګي جېټ الوتکو د یمن حُدیده بندر ته نژدې د حوثي یاغيانو مرکزونه په نښه کړي وو.
په دې حملو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او اوه اتیا نور ټپیان دي.
المسیره چې د ایران پلوه حوثي ډلې په حکومت پورې تړلی ټلویزیون دی، د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ډېری ټپیان د دې هوايي حملې په نتیجه کې سخت سوځېدلي دي.
د حُدیده اوسېدونکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د اسراییلي الوتکو له برید وروسته د چاودنو غږونه په ټول ښار کې واورېدل شول او المسیره راپور ورکړ چې د ملکي دفاع ځواکونو د حدیده بندر په سواحلو کې په ولاړو ټانکرونو کې د لګېدلي اور د وژنې هڅه وکړه.
د اسراییلو د پوځ ویاند وویل چې حوثي یاغیانو له دې بندر څخه د ایران له خوا ورکړل شوې وسلې ترلاسه کولې.
ویاند زیاته کړه چې د اسراییل له سرحد څخه څه باندې ۱۷۰۰ کیلومتره لیرې پر حدیده بندر د اسراییلو د برید پر مهال هغه ساحې په نښه شوې چې د انرژۍ د ساتنې لپاره کار ترې اخیستل کېده.
ویاند دا یادونه هم وکړه چې د ایف۱۵ الوتکو په وسیله له دې برید مخکې د اسراییلو متحدانو ته خبر ورکړل شوی و.
د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت وویل هغه اور چې په حُدیده کې لګېدلی دی له ټول منځني ختیځ څخه ښکاري او اهمیت یې واضح دی.
د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت
ګالانت په یوه بیان کې وویل چې حوثي ډلې پر اسراییلو دوه سوه حملې وکړې، خو د لومړي ځل لپاره چې د دوی په حملو کې یو اسراییلی ووژل شو، اسراییلو ځوابي حمله وکړه.
د جمعې په ورځ له یمن څخه د یوې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې په وسیله د تل ابیب پر مرکز برید وشو.
په دې حمله کې چې پړه یې حوثي یاغیانو ومنله یو تن ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
له دې برید مخکې د اسراییلي ځواکونو او ایران پلوې حزب الله ډلې ترمنځ هم د لبنان په جنوبي برخه کې د ورځنیو نښتو راپورونه ورکول کېدل او دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صدراعظم واشنګټن ته د سفر لپاره تیاري نیسي.
بنیامین نتنیاهو به د امریکا کانګرس ته وینا وکړي.
نتنیاهو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ایران او د ایران پر نیابتي ډلو حوثي یاغیانو، حماس او حزب الله فشارونه زیات کړي.
پر یمن هوايي برید هغه وېره زیاتې کړې چې د اسراییلو پر قلمرو د حماس ډلې تر برید وروسته په غزه کې پیل شوې جګړه په یو سیمهییز کړکېچ بدله نه شي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس تروریستي ډله بولي.