د م.م. د بندیزونو د څار ډله: داعش او القاعده په افغانستان کې ځان خوندي احساسوي

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډله وايي، داعش او القاعده ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندې پټنځایونه موندلي شي او دا هیواد د ترهګرۍ سرچینه ده.

دې ډلې پرون چهارشنبې د (جولای په لسمه) په یو راپور کې ویلي، "دا هیواد لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د خوندې ځای په توګه پیژندل کیږي".

راپور وړاندې کاږي، "د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو زغم، ګاونډیو هیوادونو ته د ترهګرۍ د پراختیا لار هواروي."

په راپور کې ویل شوي، القاعده له طالبانو سره له خپلو زړو اړیکو څخه په استفادې پرمختګ ته دوام ورکوي.

د ملګروملتونو د څار ډلې په راپور کې دا هم راغلي چې القاعده ډلې تیر کال د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ورزنیز کمپونه جوړ کړي او د خپلو شبکو د بیا تنظیم لپاره د کسانو په جلب و جذب بوخته ده.

طالبانو د ملګروملتونو د بندیزو د څار ډلې د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې په ځلونو ویلي، داعش ډ‌له يې ځپلې او نه پریږدي چې د افغانستان خاوره د هیڅ ډلې له لوري د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.