د چین، قرغیزستان او ازبکستان ترمنځ د ریللارې موافقه توشیح شوه

د ازبکستان ولسمشرشوکت میرضیاییف پرون (چهارشنبې) د چین، قرغیزستان او ازبکستان ترمنځ د ریللارې د جوړیدو د موافقې د توشیح کیدو په په مهال وویل چې په راتلونکې کې به دغه پټلۍ دې ته زمینه برابره کړي چې د ټرانس – افغان کوریډور له لارې د جنوبي آسیا او منځني ختیځ هیوادونو پراخو بازارونو ته وغځېږي.

د روسیې د انټرفکس خبري آژانس د راپورله مخې، دا ۴۵۴ کیلومتره اوږه ریللار چې موافقه یې د جون میاشتې په ۶ په پیکنګ کې د درې واړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوې، د چین له کاشغرڅخه پیل، د ازبکستان له اندیجان سره نښلول کیږي.

په عین حال کې له بشکیک څخه خپریدونکې ټایمز اف سنټرل ایشیا The Times of Central Asia ورځپاڼې د راپورله مخې، له تاشکند څخه د افغانستان د پلاوي په وروستۍ کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د نورو شپږو میاشتو لپاره د حیرتان – مزارشریف ترمنځ د ریلګاډي د پټلۍ پر رغونې موافقه وشوه.

د دې لارې د ترمیم چارې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پیل شوې دي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال مومنبای عمروف ویلي چې په تیرو دوو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغه کوریډور له لارې د مالونو انتقال یونیم برابر زیات شوی دی.