د افغانستان شیعه عالمانو د محرم میاشتې د مراسمو د امنیت ټینګښت وغوښت

ارشیف: په کابل کې د عاشورا له مراسمو یو انځور. طالبانو د دغو مراسمو امنیت نیولی و او د پخوا په پرتله دغه مراسم کمرنګه او پیکه وو.

د محرم میاشتې له پیلېدو سره د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د طالبانو له حکومت څخه د دې میاشتې په مراسمو کې د امنیت د ټينګښت غوښتنه وکړه.

د شیعه‌ عالمانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له حکومت غوښتي چې د محرم میاشت کې دې ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي.

په دغه اعلاميه کې چې د شنبې په ورځ د يادې شورا پر فېسبوکپاڼه خپره شوې، له تنظيموونکو او حسينيوو هم غوښتل شوي چې د نظم او امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي او شکمنو مواردو ته پام وکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د سږ کال د محرم مراسمو د ترسره کولو د محدودیت په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا غړي شیخ جواد صالحي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو دوی ته ویلي، دغه مراسم په جوماتونو او حسینیوو کې ترسره شي او د ډله‌يیزو ګرځېدو، راګرځېدو څخه دې ډډه وشي.

صالحي وايي: امنیتي مسوولانو د امنیتي ستونزو له امله غوښتنه وکړه چې د امنیت د ټينګښت لپاره دې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې ترسره شي.

هغه وویل: "امنیتي مسوولانو د امنیتي ستونزو له امله غوښتنه وکړه چې د امنیت د ټينګښت لپاره دې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې ترسره شي او د ترافیکي او امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره دې د ویر کوونکو ډلو له ګرځېدو راګرځېدو څخه ډډه وشي."

یو شمېر ښاریان هم په خپلو سیمو کې د یادو مراسمو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.

د کابل ښار د لوېديځ اوسېدونکې هما ازادي راډيو ته وويل، سږ کال دا مراسم پیکه ښکاري او په دې سیمه کې شدید امنيتي تدابير نيول شوي دي.

هغه وايي: "مراسم پیکه ښکاري او خلک د سقاخانو او نذرونو د جوړولو جرئت نه لري، سړکونه باید په تورو ټوټو ونه پوښل شي او لوحې باید په واټونو ونه غځول شي، ځکه چې خلکو ته د مزاحمت لامل کېږي."

د هرات ولایت دوو اوسېدونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي هم ازادي راډیو ته وویل، سږ کال د محرم مراسم کمرنګه دي.

د هرات یو اوسېدونکي وويل: "په هرات کې سږ کال چمتووالی نیول شوی، خو د تېر کال د محدودیتونو له امله سږ کال هم د نذري کمپونو او تورو بيرغونو شمېر دومره زیات نه دی. زموږ غوښتنه دا ده چې دا مراسم په سوله او امنیت کې ترسره شي او موږ ته اجازه راکړل شي چې دا مراسم د تل په څېر ونمانځو."

دغه راز د هرات بل اوسېدونکي وویل: "سږ کال د اسلامي امارت او د شیعه علماوو شورا له خوا ډېر محدودیتونه شته، خلک دا حق نه لري چې په سړکونو کې مراسم ونمانځي، ټول مراسم باید په تکیه خانو او جوماتونو کې ترسره شي."

په تېر جمهوري نظام کې به عاشورا په ځانګړو پروګرامونو سره نمانځل کېده خو د طالبانو اوسنۍ دوره کې دغه مراسم پیکه دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې د محرم مراسم د نذر ورکولو د کمپونو په جوړولو، د موټریزو کاروانونو په جوړولو او ښارونو کې په ګرځېدو راګرځېدو او د ویر کوونکو ډلو د ماتمي ترانو په ویلو، د کورونو او جوماتونو په بامونو او د سړکونو پر غاړو د بیرغونو په پورته کولو سره نمانځل کېدل.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سږ کال د محرم د مراسمو د ترسره کولو د محدودیتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تېر کال د طالبانو حکومت په دې میاشت کې د مذهبي مراسمو په ترسره کولو محدودیتونه لګولي وو چې په دې محدودیتونو کې د بیرغونو لګول، په واټونو د ویر کوونکو ډلو ګرځېدل، راګرځېدل، له جوماتونو سره د وړو تکیه خانو یو ځای کېدل او د نذر ورکولو کمپونو جوړول شامل وو.

تېر کال د شیعه عالمانو شورا د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ او افغانستان مسلمانان په ځانګړې توګه شیعه‌ګان د محرم د میاشتې لومړۍ لسیزه د عاشورا په مناسبت چې د اسلام پیغمبر د لمسي امام حسین د شهادت ورځ ده، د ویر، نذر او خیرات مراسمو په ترسره کولو نمانځي.

خو دغه مراسم تل په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو او بریدونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د شیعه ګانو پر جوماتونو او د هغوی د راټولېدو پر ځایونو څو بریدونه وشول چې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې یې مسوولیت پر غاړه اخیستې و.

په تېر جمهوري نظام کې هم په افغانستان کې د شیعه‌ګانو د راټولېدو ځایونه د ځانمرګو بریدونو او چاودنو هدف ګرځېدلي چې هغه مهال یې هم په ډېریو مواردو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مسوولیت مانه.