مجاهد وايي، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ته اړتیا نه شته

د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو اړتیا نه شته.

مجاهد چې د ناستې په پای کې بېګا شپه خبریالانو ته غږېده وویل اوس چې د ده په خبره افغانستان کې سوله او ثبات دی د ځانګړي استازي ګمارنې ته اړتیا نشته ځکه یوناما د ملګرو ملتونو په استازیتوب موجوده ده.

د دوحې دریمه ناسته د دوو ورځو لپاره د طالبانو د پلاوي، ملګرو ملتونو او د افغانستان لپاره د بیلابیلو هېوادونو د ځانګړو استازیو تر منځ ترسره شوه.

تر دې ناستې وروسته نن په دوحه کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو د مدافعینو، ملګرو ملتونو او د هېوادونو د ځانګړو استازیو یوه ناسته هم پلان شوې ده.

ځینو فعالانو په دې ناسته کې خپل ګډون رد کړی او انتقاد یې کړی چې افغان ښځې او مدني فعالان ولې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې اصلي ناستې ته نه وو بلل شوي.

یوه ډله بیا په ټوله کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په دریمې ناستې نیوکه کړې ده.