د طالبانو په ادارو کې یو شمېر ښځینه کارکوونکې د معاشونو کمېدا د اندېښنې وړ بولي

ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې روغتیايي کارکوونکې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال

د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې یو شمېر ښځینه کارکوونکې د دوی د تنخواګانو کمېدل د اندېښنې وړ بولي.

په بلخ ولایت کې یوه ښځینه ډاکتره وایي چې کارونه د پخوا په شان ډېر دي خو تنخوا یې کمه کړل شوې چې په خبره یې د خپلې کورنۍ خرڅ ترې نه‌شي پوره کولای.

دې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زما تنخوا ۱۶زره افغانۍ وه چې فعلاً ۵زرو ته رارسېدلې او تر اوسه مې دا ۵زره نه دي اخیستي، ځکه څو میاشتې کېږي چې معاشونه مو نه دي اخیستي. دوی وایي چې ټولو معاشونه مو یو ځای درکوو د بودیجې د نشتوالي له امله یا تر اوسه بودجه تعین شوې نه ده نو همدا دلایل دي چې تل مو معاشونه ځنډېږي، د کار فشارونه د تېر په شان دي، یعنې زموږ کارونه کم شوي نه دي."

په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې

دوو ښځینه ښوونکو هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، په دې اړه ازادي راډیو سره خپلې اندېښنې داسې شریکې کړې.

یوې ښوونکې وویل: "له بده مرغه ډېر بد کار کېږي ځکه ۵زره افغانۍ یوې ښوونکي ته ډېرې کمې دي موږ دوه زره افغانۍ ریکشا ته ورکوو چې ښوونځي ته پرې ځو."

یوه بله ښوونکې وايي: "زه خپله په کور کې کار کوم، مېړه مې بې کاره دی، بل کوم مشخص کار زه نه لرم. کومه ورځ که چېرې کوم کار پیدا شي یو څه ورځنۍ تنخوا لري، خو هغه هم که پیدا شي، زه درې ماشومان لرم."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د مالیې وزارت ویاند یې احمد ولي حقمل د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو نږدې درې ا,ونۍ مخکې پر خواله رسنیو د طالبانو د حکومت د چارو ادارې ته منسوب یو مکتوب خپور شو چې له مخې یې، د طالبانو د حکومت مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د هغو دولتي ښځینه کارکوونکو معاشونه، چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په دندو ګمارل شوې وې، ۵زره افغانۍ تعیین کړی دی.

خو په دې مکتوب کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي چې یوازې د هغو ښځینه کارکوونکو معاشونه ۵زره ټاکل شوي چې دا مهال په کور ناستې دي او که په دې کې هغه کارکوونکې هم شاملې دي چې اوس هم په بېلابېلو ادارو کې په دندو بوختې دي.

خو د دولتي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکې چې هره ورځ دندو ته ځي، ازادي راډيو ته یې وویل چې دوی هم په دې فرمان کې شاملې کړل شوي.

بلخوا یو شمېر حقوق پوهان وايي چې د کارکونکي معاش باید د جنسیت په پام کې نیولو پرته، د کار د نوعیت او کاري ساعتونو له مخې وټاکل شي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د سراسري ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات چې اوس له افغانستانه بهر ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل: "د امیرالمؤمنین هغه فرمان چې د ښځینه کارکونکو لپاره د ۵زره افغانۍ تنخواګانو ټاکلو په اړه دی، دا په بشپړه توګه د افغانستان له قوانینو او د ټولو نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې دی، په ورته وخت کې دا اسلام دین د ټولو ارزښتونو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی."

له دې وړاندې یو شمېر ښځینه کارکوونکو چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د معاشونو له کمښت سره مخ دي ازادي راډيو ته ویلي و چې د طالبانو حکومت ان په دې برخه کې دوی له اعتصاب او اعتراضونو هم منع کړي دي.

د طالبانو حکومت چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د خونديتوب ادعا کوي، پر افغان نجونو او ښځو د کار، ښوونې او روزنې او نورو ټولنیزو، سیاسي او ځینو برخو کې د سختو محدودیتونو د لګولو له امله د دوی له حقونو څخه پر پراخې سرغړونې او جنسیتي تبعیض تورن دی.