ناټو د هالنډ له واکه لرې کېدونکی صدراعظم د خپل نوي سرمنشي په توګه نومولی

مارک روټې به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په لومړۍ نیټه د ناټو د اوسني مشر ینس سټولټنبرګ ځای ناستی شي.

د ناټو پوځي تړون د هالنډ له واکه لرې کېدونکی صدراعظم د خپل نوي سرمنشي په توګه نومولی دی.

ناټو د هالنډ له واکه تلونکی صدراعظم مارک روټې د خپل نوي سرمنشي په توګه داسې مهال ټاکلی چې د نړۍ د امنیت د دغه تر ټولو لوی سازمان په ګاونډ اوکراین کې د روسیې جګړه روانه ده.

د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو سفیرانو د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې، روټې د نوي سرمنشي په توګه ونوماوه او ویې ویل، نوموړی به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ینس سټولټڼبرګ ځای ناستی شي.

سټولټنبرګ چې یو نارويژی ډیپلومات دی، له ۲۰۱۴م کال راهیسې د ناټو سرمنشي پاته شوی او څو ځله یې ماموریت تمدید شوی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټڼبرګ پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د روټې د ټاکلو هرکلی کړی او هغه یې یو پیاوړی مشر او اجماع جوړونکی بللی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټڼبرګ

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې سټولټڼبرګ ویلي، دوی د ناټو سازمان پیاوړتیا ته کار کوي چې پر نننیو او راتلونکو ننګونو برلاسي شي.

سټولټڼبرګ زیاته کړې، نوموړی داسې مهال له خپلې دندې لرې کېږي چې ناټو سازمان د ده په ټکو په ښه وضعیت کې دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې او نړیوالو اژانسونو بیا لیکلي چې د ناټو دغه نوې ګمارنه په یوه حساس او ننګونکي وخت کې شوې ده.

دوی دغه ننګونې په اوکراین کې د روسیې د جګړې دوام او د چین د پوځي وړتیاوو ډېرېدل په ګوته کړي چې ناټو یې په اړه اندېښنه لري او د ځان خوندیتوب ته یې ګواښ ګڼي.

کریملین هم دغې ګمارنې ته سملاسي غبرګون ښودلی او ویاند یې دیمیتري پسکوف د ناټو سازمان د روسیې دښمن بللی دی.

هغه ویلي: "دغه ګمارنه په سختۍ کولای شي چې د ناټو په عمومي تګلاره کې څه بدلون راولي. د یورو اتلانتیک دغه سازمان په انفرادي ډول یا یې هم غړي هېوادونه د متحده ایالتونو تر مستقیم مدیریت لاندې دي. دوی په ګډه د ناټو په چوکاټ کې د روسیې ځپلو ته ستراتیژیکه هڅه کوي. اوسمهال ناټو داسې تړون دی چې زمونږ دښمن دی."

د ناټو نوی ټاکل شوی سرمنشي مارک روټې ۵۷ کاله عمر لري.

د امریکا د راتلونکې نومبر میاشتې په ټاکنو کې په احتمالي ډول د ډونالډ ټرمپ بریا به روټې ته یو ازمېښت وي.

ټرمپ تر دې وړاندې له ناټو سره د خپل هېواد پوځي ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستلي او ان ګواښ یې کړی چې غواړي متحده ایالتونه له ناټو تړونه وباسي.

خو د جرمني خبري اژانس وایي، نوموړی دغه سیاسي درایت لري چې په سختو حالاتو کې د غړو هېوادونو ترمنځ اجماع رامنځته کړي.