کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان لوبډله نیمه پایلوبو ته یو ګام واټن لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي له اسټرالیا سره د تېرې لوبې پر مهال

د افغانستان د کرکټ لوبډله د نړیوال شل اوروریز جام نیمه پایلوبو ته یو ګام واټن لري.

د اسټرالیا تر ماتولو وروسته د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د نیمه پایلوبو لپاره د افغان لوبډلې هیلې لا پسې ژوندۍ شوې.

افغانستان د اتو غوره پړاو په سیالیو کې تر دې دمه دوه لوبې کړي چې لومړۍ یې په هند بایللې، خو په دویمه کې یې د نړۍ څو دوره‌يي اتل اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

تر دې بریا وروسته د افغان لوبډلې کپټان راشدخان هم د ټیم نورو غړو ته په وینا کې وویل چې دوی نیمه پایلوبو او پایلوبو ته ډېر نږدې دي، خو په کار ده چې ټيم لا پسې زحمت وباسي.

هغه وايي: "فاینل ګوره ډېر لرې نه دی. دغسې ټیم ته موږ ماتې ورکولای شو چې تر نهم نمبر هم توپوهونکي ورسره شته، خو یواځې دا باید موږ ذهن کې ولرو چې موږ راغلي د بریا لپاره، د ټولو به دا اراده وي. ګوره که موږ تمرکز ولرو نړۍ کې به هېڅ (ټيم) رانه خلاص نه شي. که کرکټ وي یا فوټبال...زموږ بل هدف څه شی دی (بنګله‌دېش) جشنونه به خلکو ته پرېږدئ، خو زموږ تمرکز بل شی دی. موږ لپاره د اسټرالیا ګټل د کپ ګټل نه دي تر هغو چې موږ رښتینی جام نه وي ګټلی سم نه دی."

په دې اړه نور: راشدخان: د اتلولۍ جام هم ګټلی شو

د راشدخان خبرې د کرکټ بورډ فېسبوک پاڼې پرون خپرې کړي دي.

افغانستان د کرکټ د نړیول شل اورویز جام د اتو غوره لوبډلو په اول ګروپ کې له هند،اسټرالیا او بنګله‌دېش سره یوځای دی.

د دې ګروپ د سر ځای هند په واک کې لري چې واردمخه یې دوه لوبې ګټلي او ښه اوسط لري.

نیمه پایلوبو ته د وتلو لپاره له تخنیکي پلوه څو پېچلې لارې وړاندې شوي، خو په ټوله کې افغانستان باید د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبه په ښه توپير وګټي او دې‌خوا یا اسټرالیا لوبه وبایلي یا په کم تفاوت بریا ته ورسېږي څو د اوسط په حساب افغانستان مخکې لاړ شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا له ماتولو وروسته د خوښۍ او خوشحالۍ پر مهال

د کرکټ نړیوال مبصر احمد فرهاد فدايي ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه لا زیات معلومات ورکړل.

هغه وویل: "که چېرته اسټرالیا په هند لوبه وبایلوده او موږ له بنګله‌دېش وګټو موږ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوو، خو که اسټرالیا لوبه وګټله نو بیا په هغه صورت کې په دې فکر چې که په اخري بال یا یوې نمرې سره هند مات کړی وي نو هغه حد اقل تفاوت یې ۳۶ منډې دي چې موږ باید په دې توپیر بنګله‌دېش مات کړو یا هر هدف چې بنګله‌دېش ټاکي لږ تر لږه په ۱۶ اورونو کې یې موږ پوره کړو."

دا لومړی وار دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په اتو غوره پړاو سیالیو کې لوبېږي او د دې چانس لري چې نیمه پایلوبو ته لار پيدا کړي.

افغانستان په اوسني نړیوال جام کې چې د امریکا او ویسټ اینډیز په ګډ کوربه‌توب پيل شوی او د جون تر ۲۹مې به دوام کوي تر دې دمه یواځې له شپږو لوبو څلور ګټلي او دوه یې بایللي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

په ګروپي دور کې یې یوګاندا، پاپوا نیوګینې او نیوزیلینډ مات کړل، خو له ویسټ ایڼدیز یې ماته وخوړه.

په اتو غوره پړاو کې یې بیا له هند ماته وخوړه، خو د اسټرالیا لوبډله یې ماته کړه.