ارواپوهان وايي چې د نشهيي موادو استعمال په اوږدمهال کې د معتادینو عزت نفس، د ځان درناوی یا د ځان ارزښت له منځه وړي او وروسته دغه ډول معتادین پر ځان باور نه لري، د ځان په اړه منفي فکر کوي او د خپل حق غوښتلو جرئت نه لري.
آیا نشه عزت النفس له منځه وړي او که د عزت النفس نشتوالی د نشې لامل کېږي؟
نشهيي مواد ولې عزت نفس له منځه وړي؟
په معتادینو کې د عزت النفس د نشتوالي نښې نښانې څه دي او د عزت نفس نشتوالی خپله پر معتاد او د ده پر کورنۍ څه ډول ناوړه اغېزې کوي؟
په دې اړه له ارواپوه ډاکتر محمدګل صمیم سره مرکه شوې چې ده، صمیم په پیل کې د ارواپوهنې له مخې په انسانانو کې د عزت النفس په اړه خبرې کوي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5