د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

غیرت: د اعتیاد له امله مې کورنۍ راڅخه بېزاره شوې ده


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د لغمان ولایت اوسېدونکی غیرت تر نشې مخکې د ګلدوزۍ او رنګمالۍ استاد او د ښوونځي په درسونو کې هم تکړه و، خو کله چې معتاد شو، ښوونځی ورڅخه پاته شو او چا کار هم نه ورکاوه.

دی زیاتوي چې په کار کې ګټلې پیسې ټولې پر نشو ورڅخه ولاړې او اوس په یوه دولتي روغتون کې بستري دی.

دی وايي چې اعتیاد مې اعصاب را خراب کړي او په کور کې مې څو ځله جګړې کړي چې اوس د کورنۍ ټول غړي راڅخه بېزاره شوي دي.

دا چې غیرت لومړۍ نشه څنګه او له څه شي څخه پیل کړه او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی، په دې اړه يې زموږ سره د زړه خواله کړې ده.

د دې زړه خوالې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG