په افغانستان کې د جدي سرغړونو د شواهدو راټولولو لپاره د یوې تګلارې نشتوالی ته اندېښنې

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې چې د سه شنبې په ورځ د جون ۱۸مه خپور شو، په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د شواهدو د راټولولو لپاره د یوې نړیوالې تګلارې پر نشتوالي اندېښنه ښودلې ده.

دې سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو شواهد راټول او ثبت کړي.

دغه سازمان وايي، په داسې حال کې چې طالبان په سیستماتیک ډول په داسې کړنو بوخت دي چې کېدای شي د بشریت ضد جرمونو او د جنسیت پر بنسټ ځورونې وي، خو د هغوی د حساب ورکولو هڅې کمزورې شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې مخکې یې په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو خبره رد کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې افغانستان د هغو جرمونو د معافیت تاریخ لري چې په دې هېواد کې په تېرو او اوسنیو جګړو کې د طالبانو او نورو اړخونو له خوا ترسره شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د وروستي راپور هرکلی کړی او د افغانستان په اړه یې د نړیوالې ټولنې پر همغږۍ ټینګار کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان نښان

دغه سازمان ویلي، په دغه راپور کې ذکر شویو مسایلو په ځانګړي ډول د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه جدي سرغړونو ته باید رسېدنه وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان په اړه د یوه پرېکړه‌لیک له لارې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د راټولولو او ثبتولو لپاره یوه اداره جوړه کړي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان او د بشري حقونو فعالان د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې د دې وخت رارسېدلی چې په دې برخه کې اقدام وشي.

پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو پوه غوث جانباز وايي چې باید د دې نوښت ملاتړ وشي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "فکر کوم په اوسنیو شرایطو کې د داسې یو بنسټ جوړېدل اړین او حتمي امر دی تر څو په افغانستان کې حاکمه ډله او نورې هغه ډلې چې په جنګي او بشري جرمونو تورن دي له لارې یې مجازات شي."

د بشري حقونو فعاله نجيبه سنجر د داسې يوې ادارې پر جوړېدو ټينګار کوي او وايي چې دغه بنسټ بايد له خپلواکو او بې پرې کارپوهانو څخه جوړ وي او د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو تر څارنې لاندې کار وکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "میکانیزم باید د سیمه ییزو بنسټونو، غیردولتي موسسو او نورو نړیوالو بنسټونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي تر څو باوري شواهدو او هر اړخیزو معلوماتو ته لاس رسی ومومي، دا میکانیزم باید د بشري حقونو د سرغړونو د شاهدانو او قربانیانو د ساتنې لپاره پروګرامونه ولري دوی کولی شي پرته له وېرې شاهدي ورکړي."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د بخښنې نړیوال سازمان تر دې مخکې په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه بل راپور کې چې د اپرېل په میاشت کې خپور شوی و، ویلي وو چې په افغانستان کې خلک د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره مخ دي او ترې زورېږي.

د طالبانو حکومت چې ادعا کوي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه یې خوندي کړي، د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو له خوا تل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه په جدي سرغړونې تورن شوی دی.