افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ؛ اخندزاده خپلو طالبانو او افغانانو ته: له اختلافاتو لاس واخلئ

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

نن دوشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

په افغانستان کې طالبانو د لوی اختر لومړۍ ورځ داسې مهال اعلان کړې چې سعودي عربستان او ډېری نورو اسلامي هېوادونو کې نن د دې اختر دویمه ده.

د طالبانو حکومت دا پرېکړه د دیني عالمانو په ګډون د یو شمېر افغانانو له غبرګونونو سره هم مل وه، خو د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده نن د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر له لمانځه مخکې په خلکو غږ وکړ چې اختلافونه لرې کړي.

هغه په خپله دې اختریزه وینا کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلوېزیون په خپله ایکسپاڼه خپره کړې ویلي چې په نظام کې دننه او بهر د اختلافونه خلاف دی، ان که په خبره یې که د ده د لرې کېدو په بیه هم تمام شي.

اخندزاده وویل: "زه په دې نه یم خوښ چې په نظام کې دننه یا د باندې عام مسلمانان وي، خاص مسلمانان وي اختلاف یې نه غواړم، په یوه ورځ دې ټول ما ته متفق شي، ما دې له دې منسبه لرې کړي، معضول مې دې کړي، زه په دې خوشحاله یم، خو په دې نه یم خوشحاله چې د دوی په منځ کې دې اختلاف وي تفرقه وي."

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې مخکې تر دې یو شمېر طالب چارواکو د نجونو د تعلیم، د واکمنانو اوسېدل د خلکو تر منځ او له هغوی سره لیده کاته او دغه شان د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه اختلافي څرګندونې درلودلې.

تازه د جون په ۱۵مه په پاکستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په خپله ایکسپاڼه لیکلي وو چې په اسلامي نړۍ کې د امیر مطلقه واکمني د استبداد لامل ګرځي.

عبدالسلام ضعیف

هغه زیاته کړې وه، ښه به دا وي چې هر مسوول یوبل چاته مسوول وي او په ټکو یې که د دې لپاره یوه ښه مقتدره رهبري شورا وي، کېدای شي دا تشه ډکه کړي.

خو د طالب اوسنیو او پخوانیو چارواکو له خبرو هاخوا د افغانستا عام خلک چې نن یې د طالبانو د حکومت د اعلان پر بنسټ د اختر لومړۍ ورځ کړې، د خپل اختر په اړه څه وايي؟

د کابل اوسېدونکی سیدعظیم وايي: موږ غوړي او وړه په ډېره سختۍ برابروو، اختر خو جلا خبره ده.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي سید عظیم ازادي راډیو ته وویل: "نن سبا خو په افغانستان کې کار نه‌شته، پیسې نه‌شته، د اختر نمانځل خو ستونزمنه خبره ده. جومات ته لاړم لمونځ مې وکړ، خو نور مې هماغه زړې جامې په تن دي. موږ غوړي او وړه په ډېره سختۍ برابروو، اختر خو جلا خبره ده."

د ننګرهار ولایت یوې اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، هم ورته خبره کوي او وايي: "دا دی ۱۲ بجې دي، خو موږ اختری او هیڅ نه دي کړي، وسه مو نه کېږي، کرایي کور کې اوسېږو، اقتصاد مو خراب دی، یو کوچنی ورور مې دی هغه هم کله کله پلاستیکي کڅوړې خرڅې کړي نور مو څه په وس نه دي چې اختر ونمانځو."

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" هم د جمعې په ورځ د جون په ۱۴مه په خپل اختریز پیغام کې ویلي وو چې د لوی اختر په رارسېدو چې میلیونونه خلک یې نمانځي، د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک د شپې وږي ويده کېږي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې په ۲۰۲۴م کال کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱م کال له اګسټ مباشتې راهیسې له کلنه چې طالبان بیاځلي په افغانستان واکمن شوي، په دغه هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د کچې د لوړوالي په اړه وخت ناوخت راپورونه ورکړل شوي او عام خلک هم له دې امله شکایت لري.